د لوګر ولایت کوچیان وایې، د مرکز پل علم په ګډون په لرو پرتو سیمو کې د پخوا په پرتله د کوچیانو د رمو ۵۰ سلنه څړځایونه؛ د وچکالۍ او یو شمېر کسانو د غصب له امله له منځه تللي دي.
د دغه ولایت یو تن کوچی، چې خان محمد نومېږي، سلام وطندار ته وویل، چې د رمو څرولو لپاره پخوا په څړځایونو کې پریمانه واښه وو، خو اوس هغه ځایونه سپېره شوي او رمې د لوږې له وېرې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د دې ولایت د څړځایونو د ستونزې په اړه شمس الدین کوچي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه ولایت ته له هزاره جاتو نه د راتګ پر وخت مو په لاره کې زیات شمېر پسونه مړه شول او کله چې دلته راغلو؛ زیاتې ځمکې د زورواکانو له خوا عصب شوې وې.
بل لور ته د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس انجینیر همایون عمر سلام وطندار ته وویل، چې د مرکز پل علم په ګډون په بره کي برک، خروار، ازرې او څرخ ولسوالیو کې شاوخوا ۲۳۰ هکتاره ځمکه د کوچیانو د څړځای لپاره ځانګړې شوې ده.
د ده په خبره، له څړځایونو څخه د کوچیانو د زیاتي ګټې اخیستنې او وروستيو وچکالیو له امله ډېر څړځایونه د وښو له نشتوالي سره مخ دی او کوچیان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
عمر دا مني، چې په یو شمېر سیمو کې زورواکونو او غاصبینو د کوچیانو څړځایونه په زور نیولي دي.
په هېواد کې ورستیو وچکالیو د څارویو د څړځایونو نشتوالی او د څارویو بېلابېلې ناروغۍ د دې لامل شوي، چې لسګونه مالدارن د مالونو ساتنې ته زړه نه ښه کوي.
له بله لوري اقتصادي او کرنیز کارپوهان په دې باور دي؛ که څاروي په څړځایونو کې په سمه توګه و څرول شي؛ نو په حیواني محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راځي.
د اقتصادی او کرنیزو چارو پوه حبیب الله پښتون وايي، چې د وروستیو وچکالیو له امله د کوچیانو ډېر مالونه مړه او له بېلا بېلو ناروغیو سره مخ شوي دي.
کوچیان په ژمي کې ټیټو او دوبې کې هسکو سیمو ته کوچېږي.
په هېواد کې وروستۍ نا امنۍ او د پراخو څړځایونه نشتوالی د کوچیانو له تلپاتې ستونزو څخه ګڼل کیږي.





