فیفا: د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون وړاندیزونه ناقص دي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فيفا وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون وړانديزونه ناقص دي او بیا کتنې ته ضرورت لري.

د فیفا اجرايوي مشر محمد یوسف نن یکشنبه د سپټمبر ۱۳ مه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ولايتي کارکوونکو د استخدام له پاره د معیارونو نه شتون، د شفافیت د کمېټې نه تشکیل، د ټاکنیزو حوزو تقسیم، د دارالانشا د صلاحيتونو د تعریف نه کول او په قانون کې د ټاکنیزو جرمونو تعریف نه کول هغه جدي موضوعات دي، چې باید له سره کتنه ورته وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون په دې اړه بېړه کړې.

محمد یوسف وايي، پرځای د دې چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون وړاندیزونه معضلو او ستونزو ته د حل لارې پېدا کړي برعکس د نویو ستونزو د زېږېدو لامل کيږي.

د هغه په وينا، مخکې له دې، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون وړاندیزونه عملي شي باید په دې اړه جدي کتنې وشي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې خلک له سترو ستونزو وژغورل شي.

د فيفا غړي په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د تخصیصي مواردو شاملول غواړي، خو دوی بیا دغو تخصصي مواردو په اړه مفصل څه نه دي وړاندې کړي.

له بل لوري د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون مشر شاه سلطان عاکفي وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون پر کار باندې نيوکه لا له وخته وړاندې ده.

د هغه په خبره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسيون کار تر اوسه په خپل لومړنيو پړاوونو کې کې دي او هرکله، چې کار يې پای ته ورسېد او ټولو وړاندیزونه يې په تفصیل سره ذکر کړ، نو هغه وخت بیا دوی د نظر ورکولو حق لري.

یاده دې وي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې خپل وړاندیزونه افغان حکومت ته وړاندې کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني  د یاد کمېسيون له ۱۱ وړاندیزونو ۷ وړاندیزونه ومنل یو وړاندیز يې رد او څلور نور يې د لا زیاتو تحقیقاتو له پاره د دویم ځل له پاره کمېسيون ته و سپارل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام