هملند کې په نوې ټکنالوژۍ سمبالو وسلو پوځي عملیات شوي

افغان پوځي لوړ پوړي چارواکي وايي، چې دوی د افغانستان هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې بریالي عملیات کړي.

دوی پر وسله‌‌والو طالبانو د خپلو پوځي عملیاتو د بریالي کېدو لوی راز په نوۍ ټکنالوژۍ سمبالې وسلې بولي.

دغه عملیات، چې ۶ ورځې وړاندې د نادعلي ولسوالۍ د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو په موخه پیل شوي و نن د یادې ولسوالۍ مرکز له لښکرګاه ښارسره وصل شو.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال جنرال عبدالهادي رسنیو ته وویل، چې دوی د نوې ټیکنالوژي څخه ګټه اخیستي، ترڅو ملکي تلفاتو څخه هم مخنیوی شوی وي.

نوموړی وايي، چې په‌دې عملیاتو کې يې د "سکین اګن ډرون" استخباراتي معلوماتو او یو شمیر نورو سپکو اودرنو اسلحو نه چې موډرنې ټکنالوژي پکې کارول شوې ګټه اخیستې ده.

د ده پر وینا، تر۱۲۸ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه میله سپکې او درنې اسلحې د افغان ځواکونو لاس ته لویدلې دي.

هغه وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

 د ۵۰۵ بست زون سرپرست قوماندان عبدالرحیم چخانسوري وایي، د افغان ګډو ځواکونو ترمنځ ښه هم‌غږي د دې بیلګه ده  چې هرڅه بریالي ترسره شول، چې زیاته برخه د دې عملیاتو پولیس تشکیلوي. 

د هلمند والي حیات‌الله حیات وایي، چې وسله‌وال یې سخت ځپلي او د هغوی مهم قوماندانان یې له‌منځه وړي او د نورو سیمو د بیا نیولو لپاره یې تابیا نیولې ده.

 له تیر یوه کال راهیسې دا په هلمند کې لمړني پوځي عملیات دي، چې د نوې ټیکنالوژي خبره په‌کې کيږي، چې افغان ځواکونه یې د یوشمیر سیمو د نیولو په موخه پیل کوي او تردې دمه یې یواځې نادعلي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې بیرته راوستلې ده.

د ویلو ده، چې د تلفاتو او د عملیاتو په اړه تر اوسه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام