د هرات په عدلي او قضايي بنسټونو کې له شته فساده خلک شکایت کوي

د هرات ولایت ځېنې خلک په عدلي او قضايي ادارو کې د کارونو د ځنډ او د فساد له موجودیت څخه شکایت کوي.

دوی وايي، چې مجرمان د بډو په ورکولو له زندان څخه خوشې کېږي او له همدې امله خلک صحرايي محکمو ته خوښ دي.

خو د دغه ولایت د استیناف محکمې رییس دغه تورنه ردوي او وايي، چې په تېر وخت کې به دغو ادارو کې فساد موجو و، خو له فساد کوونکو سره د قانوني چلند وروسته اوس دغه اداره له فساده پاکه شوې ده.

د هرات د استیناف محکمې رییس عبدالغفار زبیر د خپلو چارو د څلورو کلونو د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په دغې موده کې یې ۳۵ زره حقوقي او جزایي دوسیې څېړلي دي.

زبیر وايي، چې په دغه موده کې ۶۶ تنه په اعدام محکوم شوي دي، چې له دې ډلې یې په دوه برخو کې اعدام عملي شوی او پاتې نور قانوني مراحل تېروي.

د استیناف محکمې د رییس په خبره، د راون کال لومړنیو شپږو میاشتو کې ټولټال ۴ زره او ۶۰۰ دوسیې څېړلي دي، چې ۱۵ تنه په يې په اعدام او ځېنې نور یې به بندي کېدلو محکوم شوي دي.

زبیر وویل، د روان کال په دوسیو کې ۴۳۰ یې حقوقي او ۱۸۵ یې جزايي وې.

دی وايي، چې د هرات په شینډنډ، فارسي، ګلران او کشک کهنه ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله عدلي او قضايي بنسټونو ادارې نشته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو په برخه کې ژمنې کړي دي، خو لا هم دغه ستونزه پر ځای پاتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام