هرات کې یو شمېر بې‌ځایه شوي کډوال په ترور او وسله‌والو غلاوو تورن دي

د هرات په بېلابېلو برخو کې په زرګونو په کور دننه بې‌ځایه شوي کورنۍ ژوند کوي، چې د پولیسو د څېړنو له‌مخې د دې کډوالو ځېنې کورنۍ په پلان شویو جرمونو کې لاس لري.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحمد ولي‌زاده وایي، پولیسو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته د ولسوالیو او نورو ولایتونو نه راغلیو د بې‌ځایه شویو کډوالو په سیمو کې کور په کور پلټنې کړي، چې په ترڅ کې یې څو میله وسلې او یو اندازه چاودېدونکي توکي پيدا شوي‌دي.

ده زیاته کړه، چې پولیسو د هرات په کچه د پلان شویو جرمونو د مخنیوي په موخه جدي تدابیر نیولي دي.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم تاییدوي، چې د هرات ځېنې سیمې په ځانګړي توګه هغه سیمې چې بې‌ځایه شوې کورنۍ په‌کې مېشتې دي؛ د جرمونو د ترسره کېدو سیمې پېژندل شوې‌دي.

د فرهاد پر وینا، کشفي او استخبارتي بنسټونو ته دنده سپارل شوې، چې د جنایي جرمونو او ترورستي پېښو د عاملینو په نیولو کې جدي اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علي‌زی وایي، چې د بې‌ځایه شویو کډوالو ترڅنګ ځېنې نور کسان هم شته، چې د ناامنیو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او په مستقیم او غیرمستقیم ډول د وسله‌والو کسانو ملاتړ کوي. ده په‌دې اړه د چا نوم وانه؛‎‌خیست.

ښاغلي علي‌زي امنیتي ځواکونه هم په ټمبلۍ او بې‌پروایۍ تورن کړل او زیاته یې کړه، چې د دې ولایت په امن ولسوالیو کې ورځ تر بلې د وسله‌والو طالبانو حضور زیاتېږي او د زیاترو ترورونو او ناامنیو عاملان هم طالبان دي.

خو د والي ویاند وایي، چې امنیتي ځواکونه د دې ولایت د ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او کله چې په کوم ځای کې د طالبانو د موجودیت په اړه راپور ترلاسه شي؛ پر وړاندې یې اقدام کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام