ولسمشر: له عدالت پرته اردو او نظام نه جوړيږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د محرومیتونو له منځه وړلو په اړه وویل، تر څو چې خلک محروم وي، نو نظام نه ټینګېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې عدالت د اسلام د مبین دین اساس دی او له عدالت پرته نه پرمختګ راځي او نه هم اردو او نظام جوړېدی شي.

د ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني شوراګانې ولسي، مدني او راضاکارانه بنسټونه وبلل او زیاته یې کړه، چې شوراګانې د مدني ټولنې اساسي خښتې دي او اوسمهال د هېواد بېلابېل شوراګانې د ولس باور او ملاتړ له ځانه سره لري.

جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان د قومونو د شوراګانو له مشرانو او استازو  سره د کتلو ترڅنګ دا هم وویل، چې د سولې، امنیت، ملي مشارکت، ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت په برخه کې د ولسونو او مشرانو رول مهم وباله او له ټولو څخه یې هیله وکړه، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا کلک ودرېږي او د دوی د بې درېغه سرښندنو او هلو ځلو قدرداني وکړي.

په دې غونډه کې په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک هم حضور درلود.

یاده دې وي، چې په دغه غونډه کې د سرحدونو او قبایلو وزارت د جرګو د همغږۍ مرستیال محمدیعقوب احمدزي، محمداسماعیل قاسمیار او ډاکټر عبدالرحیم پښتونیار، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک او نورو مخورو ګډون کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام