دغه ښځه عاقله اصفي نوميږي او خپل زیات عمر یې د کډوالو نجونو پر ښوونې او روزنې مصرف کړی، چې اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمېشنرۍ له لوري د " نانسن" په نوم جایزې ګټونکې شوه.
د رويټرز خبري اژانس په حواله اصفي د پاکستان پنجاب ایالات " کوت چندنا" په سیمه کې د افغان کډوالو نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
د نانسن په نوم جایزه به د ۱۰۰ زرو ډالرو سره يوځای دغې افغانې ښځې ته ورکړل شي.
داسې ويل کيږي، چې مېرمن اصفي به دغه پېسې هم د افغان کډوالو نجونو د زده کړې په برخه کې په مصرف ورسوي.
یاده دې وي، چې دغه جایزه د راتلونکي کال (مارچ ۸مه) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به مېرمن عاقلې ته په ژنوا کې ډالۍ شي.
کله چې په ۱۳۷۱ م لمریز کال کې په افغانستان کې کورني جنګونه پېل شول، نو د هېواد زیات وګړي پاکستان ته مهاجر شول او مېرمن اصفي هم پرې نه ښودله، چې افغانې نجونې بې تعليمه پاتې شي.
هغې تر اوسه له زرو زیاتو نجونو ته زده کړې ورکړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ ویلي، که څه هم اصفي پوره وسایل نه درلودل، خو بیا هم کډه شويو کورنۍ يې هڅولې، چې باید خپلې نجونې تعلیم ته پريږدي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې په پاکستان کې د کډه شويو کورنيو ۸۰ سلنه نجونې ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ په وينا، چې د دغو مهاجرو له ډلې يواځې ۳۳ سلنه لیک او لوست کولی شي، چې له ډلې يې ۷،۶ سلنه يې ښځې دي.
د کډوالو چارو وزارت له لوري خپاره شوې شمېرې ښي، چې همدا اوس په پاکستان کې یو نيم ميليون قانوني او له يو میليون څخه زیات افغانان په غېر قانوني توګه ژوند کوي.





