د کانونو وزیر: د سترو کانونو ویستل د افغانستان په زيان دی

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزیر داود شاه سبا وايي، چې د هېواد اوسنيو شرایطو ته په کتو سره د کانونو ویستل د هېواد په ګټه نه شي تمامېدی.

هغه وايي، په خواشينۍ سره اوسمهال د کانونو او پطرولیم په وزارت کې داسې ظرفیت نه شته، چې د کانونو د تطبیق له پاره يو ساده پلان طرحه کړي.

د داود شاه سبا په وينا، د حاجيګک د کان تړون تر اوسه نه دی لاسلیک شوی، ځکه د هندوستان هغه کنوانسیون چې دغه تړون ګټلی وو اوس د کان را ایستلو څخه انکار کوي.

سبا زياته کړه، هندي چارواکو ورته ویلي، چې د حاجيګک د کان ویستل اوس ورته ګټه نه کوي.

د معلوماتو پر بنست داود شاه سبا ته د هندي چارواکو له لوري د حاجيګک کان نه ایستلو عمده لامل په نړېواله کچه د اوسپنې د بيې ټيټوالی په ګوته شوی.

ده دا هم وویل، د افغان دولت سره په ګډه باید پانګونه وکړي، چې په هغه کې ۲۰۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ، ۲۰۰ کیلومتره سړک او ۲۰۰ کیلومتره د برښنا د مزي غځول اوداسې نور هم شامل دي، چې دا د افغانستان له توانه پورته ده.

د کانونو او پطرولیم وزیر داود شاه سبا پورته ویناوې د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وکړې.

دی د ولسي جرګې د غړو له لوري په دې موخه را بلل شوی وو، چې د لوګر د عېنکو د مسو او بامیانو د حاجیګکو د اوسپینې د کانونو د تړونونو په اړه د ولسي جرګې غړیو ته معلومات ورکړي او د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

نوموړي وویل، په افغانستان د ظرفیت نشتوالي له امله بهرنيو کمپنيو ته په سلګونه پلمې شته، چې په دغو پلمو زمونږ کانونو قيمت را ټيټ کړي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال لازمه دا ده، چې د سترو کانونو د ایستلو څخه صرف نظر وکړو او د هېواد په وړو کانونو کار پېل کړو.

هغه وايي، په دې سره به د لويو کانونو له پاره کافي تجربه هم ترلاسه کړو.

همدارنګه د لوګر د مېس عېنک د کان په اړه داود شاه سبا وویل، تړون یې لاسلیک شوی او په تړون کې راغلي، چې ۸۰۰ میلیونه ډالرو د ورکړې ترڅنګ به د مېسو د ذوب فابریکه هم جوړوي.

د ولسي جرګې د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کانونو او پطرولیم وزیر دې د راتلونکي دوشنبې په ورځ د لا وضاحت په موخه بیا د غونډې تالار ته را وبلل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام