.jpg)
طالبانو د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملاعبدالغني برادر ته منسوب یو غږیز کلېپ خپور کړیدی. د دې غږیز کلېپ شخص ـ چې ملا برادر نومېږي ـ وايي چې اسلامي امارت هم د جنګ په میدان او هم په سیاست کې بریالي شويدي.
د هغه په خبره، په قطر کې د طالبانو مذاکرهکوونکي له «شرعي او اصولي» نه دي په شا شوي او په قطر کې د طالب او امریکا استازیو ترمنځ د خبرو اترو او وروستي حل ته د رسېدلو لهپاره ډېره زمینه برابره کړېده.
ملابرادر په دې غږیز کلېپ کې وايي چې دوی په هېواد کې د یو اسلامي نظام د حاکمېدو تمه لري او ترڅنګ یې هیلهمن دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د افغانستان استقلالیت تر لاسه شي.
د طالبانو سیاسي مرستیال ټینګار کوي چې اسلامي امارت د هېوادوالو پر وړاندې په راتلونکي نظام کې «له ترحم او حوصلې» کار اخلي. هغه په غیرمستقیم ډول د پخوانیو مجاهدینو او تکنوکراتو سیاستوالو موقف ته په اشارې سره وویل، کهچېرې هغوی له اسلامي امارت سره هوکړه وکړي او د «دوښمنۍ او غدر» لاره خپله نهکړي؛ ستونزه به ورته پېښه نهشي.
د ملابرادر په خبره، اسلامي امارت د مجاهدینو په قدر پوه دي او هغوی په ډاډه زړه په افغانستان کې ژوند کولی شي او له هېواده دې د وتلو فکر نهکوي. د دې ډلې دې غړي ګاونډیو او نړۍ ته ډاد ورکوي چې د طالبانو له راتلونکي نظامه به دوی ته هېڅډول وېره نه وي متوجې. هغه همدارنګه طالبجنګیالیو ته په خطاب سره وايي چې له ګټلې بریا مغرور نهشي او له خلکو سره په احترام چلند وکړي.
.jpg)
ملابرادر پهداسې حال کې د اسلامي امارت د تشکیل او امارت په اړه خبرې کوي چې افغانحکومت اعلان کړی چې د دولتجوړونې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پرمختګ باندې معامله د منلو وړ نهده. خو طالبان افغانحکومت د امریکایانو په لاس جوړ شوی هغه ګڼي او له دې حکومت سره له خبرو کولو ډده کوي. د ملابرادر غږیز کلېپ کې کارېدلو ادبیاتو ته په پام، طالبان د افغانحکومت موقف ته په هېڅ ډول احترام نه دي قایل او هغوی په راتلونکي کې د خپلې خوښې نظام په پام کې لري.
افغانحکومت تر اوسه د ملابرادر د څرګندولو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
په قطر کې د طالب او امریکا استازو ترمنځ د خبرو اترو پنځم دور دوې ورځې مخکې پای ته ورسېد او دواړو لوریو اعلان کړی چې په خبرو کې ډېر پرمختګونه شوېدي.
د دې دواړو خواوو ترمنځ د پنځم دور خبرې هم د بندو دروازو تر شا پای ته ورسېدې او تراوسه یې د نورو جزیاتو په اړه معلومات نهدي رسنیز شوي.
ورته مطالب:
د سولې په خبرو کې ابهام او له ترهګرو سره د پاکستان اړیکې باید روښانه شي
محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍوال تروریزم د ختمېدو معنا ونهلري
«د دې ضمانت نه منو چې افغانستان به د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي»





