له زده‌کړو د ۹۰۰ کمانډويي ځواکونو فارغېدل

د کمانډو د ځانګړو عملیاتو قول‌اردو چارواکیو د ۹۰۰ افسرانو، بریدملانو او سرتېرو له فراغته خبر ورکړ. دغو کومانډويي ځواکونو په ۱۴ اوونیو کې په مسلکي توګه نظامي زده کړې وکړې.

د کمانډو د ځانګړو عملیاتو د قول‌اردو مطبوعاتي مسوول عبدالقیوم نورستاني وویل چې دغو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو په‌دې موده کې د ام ۲۴۰ ماشین‌ګنې، د ام ۲۴۸ ماشین‌ګڼې، د ام ۲۳۰ لاسي‌بم اچوونکي، د ام. آی ۱۷ چورلکې تمرینونه، د بریدونو تر سره کولو او کمین‌نیولو زده‌کړې وکړې.

د ښاغلي نورستاني په خبره، دا فارغ شوي کومانډويي ځواکونه د کمانډو قول‌اردو په بېلابېلو برخو کې وېشل شوی چې ‌ډېرې تشې به را ډکې کړای شي.

دا ۲۶مه دوره ده چې د کمانډو د ځانګړو عملیاتو د قول‌اردو د لوړو تعلیماتو مکتبه د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام