ایمل‌خان لېسه کې ۳۰ زره کتابونه او د قرانکریم ۳ سوه نسخې سوځېدلي دي

د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري سلام وطندار ته وویل، په سوځېدلو کتابونو کې لږ یې د نوي او ډېره برخه یې د زاړه نصاب اړوند کتابونه وو. د ده په خبره، په‌ سوځېدلو هغو کې ډېر اسلامي کتابونه هم موجود وو.

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې د سوځېدلو کتابونو ترڅنګ مېزونه و چوکۍ هم سوځېدلي او د ښوونځي نور مالي زیان هم لیدلی دی.

دی وايي، بېګانۍ پېښې د ښوونځي پر تدریسي بهیر کوم تاثیر نه‌دی کړی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته پېښه تایید کړې؛ خو دا یې نه‌دي ویلي، چې وسله‌وال کسان په کومې ډلې پورې اړوند وو.

هغه وايي، پېښه د امنیتي او کشفي ادارو تر کلک څار لاندې ده.

د ننګرهار په مومندره کې ایمل خان لېسه له تاریخي لېسو ده، چې اوس په‌کې څه باندې ۳ زره هلکان او انجونې په دوو جلا وختونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخستی.

خو دا چې څنګه د مومندرې ولسوالۍ مقام ته په څو مترۍ کې پرتې لېسې ته وسله‌وال سړي له دننه کېدو وروسته هلته اور پورې کوي او د ولسوالۍ مسوولان پرې نه‌دي خبر، هغه پوښتنه ده، چې په عام ولس او ټولنیزو پاڼو کې لر و بر کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام