د کندهار دوې ولسوالۍ یو ښوونځی هم نه لري

په افغانستان کې له ۱۴ کلن ښوونیز پرمختګ وروسته د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې لا هم داسې ولسوالۍ شته، چې تر اوسه لا په کې د ښوونځي په نوم ځان نه دی معلوم شوی.

د نورو سیمو په څېر د کندهار ښوراوک او ریګستان هغه دوې ولسوالۍ دي، چې له تېرو ۱۴ کالو راهیسې هیڅ ښوونځی نه لري.

د کندهار د پوهنې ریاست وايي، چې د شویو سروې ګانو له مخې د دغو دوو ولسوالیو شاوخوا ۲۰ زره زده کوونکي د ښوونې له نعمته بې برخې دي.

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د ارقامو له مخې د دغه ولایت په غورک او میانشین ولسوالیو کې یواځې د لومړنۍ دورې ۴ ټولګي فعال دي او د پاتې هغو درک نه لګېږي.

د کندهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد عوض نظري نن سه شنبه د (اګست په ۲۵مه) سلام وطندار ته وویل، چې ټول کندهار ته په تشکیل کې ۵۰۸ بابه ښوونځي ورکول شوي، چې ۱۵۰ بابه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

د ده په خبره، د تړلو ښوونځیو له امله د ټول کندهار ۲۵ سلنه زده کوونکي له زده کړو محروم دي او په ښوراوک او ریګستان کې د ښوونځیو د نشتوالي له امله ۲۰ زره زده کوونکي زده کړې ته لاس رسی نه لري. 

د عوض نظري په وینا، اوس مهال په کندهار کې ۲۶۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۷۰ زره يې نجوني او پاتې یې هلکان دي.

د کندهار د پوهني ریاست مسؤلین وايي، له ۶۰ سلنو زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او ان په ځېنو سیمو کې زده کوونکي په هواره ځمکه، چې نه وداني لري او نه خېمه؛ زده کړې کوي.

د نظري په خبره په ولسوالیو کې د زده کوونکیو د تدریس لپاره د سیمه ییزو ښوونکو نشتوالی او د ښار د ښوونکو نه ورتګ د دې لامل شوی، چې زیات شمېر زده کوونکي له زده کړې بې برخې پاتې شي.

تدریسي مرستیال عوض نظري زیاتوي، دا چي د نوي ښوونیز کال پيلېدلو ته د ګوتو په شمار څو ورځي پاتې دي؛ تراوسه ورته له اووم ټولګي نه تر نهم ټولګي پورې تدریسي کتابونه نه دي ور رسېدلي، خو وايي، چې وزارت ورسره ژمنه کړې ده، چې په نېږدې وختونو کې به د یادو ټولګیو کتابونه ور ورسول شي.

په دغه ولایت کې د ښوونکو کمښت بله هغه ستونزه ده، چې د پوهنې ریاست یې د تشکیلي جوړښت په اړه اندېښمن کړی دی.

نظري وویل، چې دا مهال په کندهار کې ۵۲۷۸ تنه ښوونکي په تدریس بوخت دي، چي ۹۰۰ يې ښځې او پاتې یې نارینه دي.

د ده په خبره، د زده کوونکو لپاره د ښه تدریس په پار، تر سلو زیاتو ښوونکو ته اړتیا لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام