افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سلواغې د شپږ ویشتمې ورځې په مناسبت په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ويلي، چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو ویستل ددې هیواد دخلکو یو ستر ویاړ دی.
په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي، ددې له پاره چې بیا د دا ډول ستونزې د رامنځته کېدو مخ نیوي وشي افغانستان ګاونډيو هیوادونو سره د ښو اړیکو او دوه اړخیز درناوي غوښتونکی دی.
ولسمشر به اعلامیه کې ویلي، چې افغان ولس اوس هم له خپل هیواده د دفاع ځواک او قوي اراده لري.
ولسمشر غني په اعلاميه کې یو ځل بیا دسولې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې دسولې له پاره په یوه خوله باید غږ وچت شي.
په همدې حال کې د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د سلواغې د ۲۶مې ورځې په مناسبت لویې جرګې خیمه کې جوړې شوې غوندې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت باید مجاهدین له پامه ونه غورځوي.
صلاح الدین رباني نن د مجاهدینو د بریا د ۲۶مې کالیزې په مناسبت په خبرو کې وویل چې مجاهدینو له روسانو سره مقابله کړې ده او اوس به په بیا رغونه کې خپل جهاد مخ پر وړاندې وړي.
نن د دلوې ۲۶ دی چې له افغانستانه د روسي پوځیانو د وتلو ورځ بلل کېږي، له ننه پوره درویشت کاله وړاندې په همدې ورځ وروستی روسي پوځي له افغانستان څخه ووت، په دې توګه په بشپړ ډول په افغانستان د مجاهدینو واک ټینګ شو.
روسانو په افغانستان د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په ۶مه یرغل وکړ چې ډېری کارپوهان يې د ګڼوو بدبختو پیل بولي.
دا چې د روسي ښکېلاک له وتلو وروسته ولې یو منظم افغان شموله دولت رامنځته نه شو، د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي چې جهادي قومندانان د نورو هېوادونو په غوښتنه وخوځېدل ځکه خو مو کومه مېوه تر لاسه نه کړه.
احمد سعیدي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې ډېری جهادي قومندان د لویدیځوالو په لاس کې کېوتل، هغه وايي: «زموږ ډېر مشران د لویدیځوالو په لاس کې شول، ځکه خو مو له خپل جهاده هغه مېوه چې باید ترلاسه کړې مو وای، تر لاسه نه کړه.»
د مجاهدینو خپل منځي شخړو طالبانو ته د فعالیت زمینه برابره کړه او هغوی په ۱۳۷۱ لمریز کال په کابل واکمن شول.
خو د سپتمبر د ۱۱ له پېښې وروسته امریکا او د ناټو غړو هېوادونو په القاعده پسې پر۲۰۰۱میلادي کال کې په افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني ته يې د پای ټکی کېښود.
له نږدې درې کاله نسبي ارامۍ وروسته طالبان د افغان دولت او د هغه د نړیوالو ملاتړو پر ضد وسله واله جګړه پیل کړه، چې لاهم جریان لري.
احمد سعیدي د سلام وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دلوې له ۲۶مې اوس څه زده کولای شو او د جګړې ښکېلې غاړې د بهرنیانو له وتلو وروسته باید څه وکړي وویل، چې افغانان باید خپل اتفاق وساتي.
سعیدي وايي: «موږ دومره زور لرو چې خپل هېواد وساتو، باید یو جوړجاړي ته سره ورسېږو.»
سره له دې چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په دې وروستیو کې خورا پراخې شوې دي، خو لا هم افغانستان په پوهنیزه، روغتيايي او پوځي برخو کې د نړیوالو ډيرې همکارۍ ته اړ دی.





