داعش ډلې په غور کې ۶ بزګران تښتولي

داعش وسله والې ډلې د غور ولایت له دولت‌یار ولسوالۍ ۶ تنه بزګران تښتولي او د مرغاب په نوم سیمې ته یې وړي دي.

د غور ولایتي شورا غړی حمیدالله متحد د پېښې په تاييد سلام وطندار ته وویل، تښتول شوي کسان د دولت‌‌يار ولسوالۍ د "لکه مزار" سیمې اوسېدونکي دي.

حمیدالله متحد وايي، تښتول شوي ټول بزګران دي او د پېښې انګېزه معلومه نه ده.

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ضیاالدین ثاقب د داعش له خوا د ۶ تنو بزګرانو تښتول تاییدوي.

ثاقب وايي، تراوسه پورې د پېښې په اړه نور جزیات نه لري؛ خو پولیسو د تښتول شویو کسانو د خلاصون په موخه هڅې پیل کړي دي.

د ریپوټونو له مخې، شاوخوا یوه میاشت مخکې بې پیلوټه الوتکې په غور ولایت کې د داعش ډلې یو پټن ځای په نښه کړ، چې څو تنه په کې ووژل شول او ټپیان شول. له دې سره، سره بیا هم په غور کې داعش ډله د خلکو په منځ کې راښکاره کېږي او جنایت کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام