د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ یو شمېر کورنۍ چې د ذالفقار په عملیاتو کې بې ځایه شوې وې، د کابل- هلمند – کندهار او هرات لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
دغه ۴۰۰ کورنۍ چې په پراخ لاریون راوتلي دي وایي، تر هغې به دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه نه کړي، چې دولت ورته پناه ځایونه ورنه کړي.
د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکو د ذالفقار عملیاتو له امله د خونديتوب لپاره له دغې ولسوالۍ نه لښکرګا ته راکوچېدلي وو.
لاریون کوونکو سلام وطندار ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، د دولت له خوا په سنګین ولسوالۍ کې د ذالفقار په نامه پوځي عملیاتو کې د دوی ۱۵ سوه کورنۍ د جګړې له خطره بې ځایه شوې دي.
د لاریونوالو مشر حاجي سلطان محمد، غواړي، تر هغې چې ورته دولت د استوګنو ځایونو تر څنګ خوراک او پوخاک نه وي ورکړي؛ دوی به تړلې لویه لاره خلاصه نه کړي.
د سلطان محمد په خبره، تر اوسه یې له لویې لارې ۲۰۰ موټرې راګرځولي دي او اعتراض کې غواړي، چې دولت د دوی حق ورکړي.
د لاریونوالو په وینا، دوی د ذالفقار د عملیاتو پر مهال د لښکرګاه پېري سبز سیمې ته راکډه شوي، چې امنیتي ځواکونه یې په یوه او بله پلمه له دغه ځایه د شړلو هڅه کوي.
د هلمند ولایت د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست چارواکي وايي، له دغو خلکو سره یې تر خپلې وسې مرستې کړې دي.
د دغه ریاست د رییس غلام فاروق نورزی مني، چې د ذالفقار عملیاتو له امله شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي، خو وايي، هڅې یې روانې دي، چې د سرپناه ستونزې یې هوارې کړي.
د نورزي په خبره، د هلمند ولایت څو جنوبي ولسوالیو سره مرستې شوي، خو سنګین ته مرستې نه دی رسېدلي.
بې ځایه شوې کورنۍ وايي، چې د سرپنا ځایونو د نه لرلو تر څنګ له ډېرو روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.
د معلوماتو له مخې د ذالفقار د عملیاتو پر مهال تر ۶۰۰ زیاتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو تر څنګ یې شاوخوا ۱۵ سوه کورنۍ بې سرپناه شوې دي.





