
د بدخشان، کندوز او بلخ ولایتونو امنیتي چارواکي وايي، سره له دې چې طالبانو په خپله خوښه په اختر کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ، خو پر خپلې ژمنې ونه درېدل او د اختر په ورځو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو بریدونه کړي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناوالله روحاني وايي، طالبانو د اختر په لومړۍ ورځ د خواهان، درواز او راغستان ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو د امنیتي ځواکونو لهخوا پر شا تمبول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو بریدونو پر مهال په خواهان او درواز ولسوالیو کې ۱۴ او په کوهستان ولسوالي کې هم ۴ وسلهوال وژل شوي دي.
د بلخ او کندوز ولایت امنیتي چارواکي هم تاییدوي چې طالب وسلهوالو په دغو ولایتونو کې هم له اوربنده سرغړونه کړې او پر امنیتي ځواکونو او عامه بنسټونو یې بریدونه کړي دي.
د جوزجان یو شمېر مدني فعالان له طالبانو او امنیتي ځواکونو غواړي چې د کورونا ویروس له امله په دغو سختو شرایطو کې اوربند ته غاړه کېږي او د پلي کولو لپاره یې رښتیني ګامونه اوچت کړي.
د عبدالباقي په نوم د جوزجان یو مدني فعال پر دواړو ښکېلو غاړو غږ کوي چې شرایطو ته په کتو سوله غوره کړي او له رامنځته شوي فرصت نه مثبته ګټه واخلي.
هغه اطلاعات چې له هرات، فاریاب، تخار، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غزني، فراه، بامیان او دایکندي نه سلاموطندار ته رسېدلي، ښيي چې طالبانو په دغو ولایتونو کې له اوربنده سرغړونه کړې او پر امنیتي ځواکونو یې ګڼ بریدونه کړي دي، خو د دغو بریدونو د مرګژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.
ملي دفاع وزارت او ملي امنیت شورا د طالبانو له لوري د اوربند نقضولو په اړه د اطلاعاتو له ورکولو ډډه کړې، خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه د اطلاعاتو د راټولولو او وروسته یې د خپرولو خبر ورکوي.
طالبانو هم د خپلو وسلهوالو لهخوا په ځینو ولایتونو کې له اوربنده د سرغړونو په اړه څه نه دي ویلي.





