د افغانستان د پوهنې پر نظام د نړیوالو خورا هلو ځلو او زياتو لګښتونو سره – سره اوس هم داسې يوه ولسوالۍ شته، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په کې يواځې یو تن له ۱۲ ټولګي څخه فارغ او په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
دا کابل ته نېږدې د لوګر ولایت د خروار ولسوالي ده.
خروار د لوګر لېرې پرته ناامنه ولسوالي ده، چې له تېرو ۱۳ کالونو راهیسې یې اوسېدونکي د ناامنیو، پوهنې او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د دغې ولسوالۍ قومي مخور او زده کوونکي وایي، چې ټول ښوونکې یې نالوستي دي او یو ښوونکی یې هم د دولسم ټولګي د فراغت سند نه لري.
دوی زیاته کړه، په ولسوالۍ کې یې له ۱۱ ښوونځيو څخه شپږ هغه تړلي دی او د پاتې نورو دروازې هم تش په نوم پرانېستل شوي دي.
په دې اړه د خروار ولسوالۍ قومي مخور ډاکتر ناصر وايي، چې په ټول خروار ولسوالۍ کې ۱۱ ښوونځي موجود دي، چې ۶ یې په بشپړه توګه د پوهنې د نه څارنې له کبله تړل شوي دي.
هغه وايي، چې د تېرو ۱۴ کلونو په ترڅ کې په دغې ولسوالۍ کې یو زده کوونکی له ښوونځي څخه فارغ شوی و، هغه هم مرکز پل علم ته د کانکور د ازموینې د ورکولو لپاره د تللو په حال کې و، چې د ماین چاودنې له امله ووژل شو.
بل قومي مخور محمد وايي، چې د دغې ولسوالۍ ټول ښوونکي د جومات ملا امامان او نالوستي کسان دي.
د خروار ولسوال ثمر ګل راشد سلام وطندار ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې پوهنه په ټپه ولاړه ده او له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې هیڅ یو زده کوونکی هم له دغې ولسوالۍ څخه پوهنتون ته لاره نه ده موندلې.
راشد وایې، چې دغه ستونزه یې څو – څو ځلې له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست له مسولینو سره شریکه کړې، خو تر اوسه پورې داسې مسلکي ښوونکی په دنده نه دی ګومارل شوی، چې زده کوونکي ورڅخه مسلکی زده کړه وکړي.
د لوګر د پوهني ریاست چارواکې هم په خروار ولسوالۍ کې د پوهنې ستونزې مني، خو وایي چې په دغې ولسوالۍ کې د ناامنیو او د لېرې واټن له کبله لوستي کسان دندې ته زړه نه ښه کوي.
د پوهنې مرستیال محمد صادق ستانکزي سلام وطندار ته وویل، پوهنې وزارت په خروار ولسوالۍ کې ۱۱ ښوونځي چې درې لیسې او پاتې یې منځني ښوونځي دي؛ پرانستي دي، چې کابو ۳ زره هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.
ستانکزی وایې، چې په دې ولسوالۍ کې ټولټال ۷۸ ښوونکي موجود دي، چې له ډلې یې یواځې ۸ ښوونکې له دولسم ټولګې څخه فارغ شوي او پاتې نور یې د جوماتونو ملاامامان او نالوستي کسان دي.
خروار او ازره د لوګر یواځېنۍ ولسواليانې دي، چې تر اوسه پورې په کې د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي او یواځې په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې له تېري یوې میاشتې راهیسې د نجونو ۱۲ ښوونځي تړل شوي دي.





