
د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګریزې خونې استازو نن کابل کې د خبري غونډې پرمهال اعلان وکړ، چې ټول افغاني او پاکستاني سوداګر د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
دوی وايي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي لانجو له امله سوداګر هم زیانمن شوي دي.
د افغانستان او پاکستان سوداګریزې خونې پخواني رېیس خان جان الکوزي غونډې ته وویل، هرکال به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲ میلیارده ډالرو ته رسېده، چې اوس مهال ۷۰۰ میلیونوډالرو راټيټه شوې.
الکوزي زیاته کړه، چې سوداګر د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، چې" په یو غږ له افغانستان او پاکستان څخه غواړو چې د سولې په راوستو کې ريښتنِ ګام واخلي او د اسلام اباد له غونډې ملاتړ کوو."
په همدې اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو هواري ګډه خونه چې تېر یونیم کال پورې یې مشري خان جان الکوزي کوله او یونیم کال نور به ددې خونې مشري د پاکستاني زبیر موتي ولا پرغاړه وي.
په خبري غونډه کې موتي ولا هم ټينګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید اقتصاد له سیاست را وباسي ځکه پر وینا یې اقتصاد د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
ده وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې د دې دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنه نه کړي.
بل خوا د سوداګرۍ وزارت معین مزمل شینواري غونډې ته وویل، چې افغان سوداګر د کراچۍ په بند کې خورا زیاتې ستونزې لري.
شینواري خبرداری ورکړ، که په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې نه شي دوی به یې د بدیل لاره ولټوي.





