د سیګار راپور: د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۳۵ سنله زیات شوي

د افغانستان بیارغونې په اړه د څار امریکايي بنسټ یا سیګار ریپوټ له مخې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

په دغه ۲۶۹ مخیز رپوټ کې، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرامپ ته لیږل شوی راغلي، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له جنورۍ تر نومبر میاشتې ۶ زره ۷۸۵ سرتېري او پولیس وژل شوي او ۱۱ زره ۷۷۷ نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په ۲۰۱۶ کال کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبله زیاتوالی مني؛ خو د سیګار وړاندې شوی شمېر مبالغه بولي.

د سیګار په ریپوټ کې راغلي، امریکا او نورو ملاتړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړونې او تجهیز له پاره تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغان دولت سره ۶۸ میلیاده ډالره مرسته کړې؛ خو په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې افغان دولت یوازې پر ۶۳،۴ سلنه خاوره واک درلوده.

خو جنرال وزیري دا موضوع رد او ويې ویل، چې له ۸ ولسوالیو پرته پر نوره ټوله خاوره امنیتي ځواکونه واکمن دي.

دغه راز، د سیګار په ریپوټ کې د افغانستان بیارغونې، د نشه يي توکو تولید، ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې او یو شمېر نورو برخو ارزونه شوې ده.

د دغه رپوټ پربنسټ په ۲۰۱۶ کال کې د نشه يي توکو په کښت کې د تېر کال په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام