د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي، چې اوسمهال پرېکړې او واګې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
ده دغه څرګندونې نن د (اګست په ۱۷مه) په غزني ولایت کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پولو د ساتلو او د ښارونو د امنیت د ټنګښت لپاره افغان امنیتي ځواکونه ځانکړې پروګرامونه لري.
د کورنیو چارو وزیر امنیتي حالت د ارزونې له پاره غزني ولایت ته تللی و، نوموړي وویل، د پاکستان روزل شوي ترهګر د سپینو او تورو بیرغونو لاندې فعالیت کوي او په ډېرو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوي دي.
علومي وویل، طالبانو د ګاونډي هېواد پر مټ په پام کې لرل، چې ۱۰ ولایتونه سقوط کړي، خو افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونه پر شا وتمبول.
نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو په هوډ ټینګار وکړ او وویل، چې دوی به هغه کسان له منځه یوسي، څوک چې افغانان وژني.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د غزني ولایت مرکز او ولسوالیانو د امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هڅې روانې دي.
د ده پر خبره، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان، ناور او اجرستان ولسوالیانو د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب لپاره به سیمه ییز پولیس ځای پر ځای کړي.
له دې وړاندې د غزني ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د حکومتي بنسټونو د فعالیت نه کولو نه شکایت کړی و.
په دې وروستیو کې د غزني ولایت په لارو کې برمته کولو د غزني ولایت د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د دغه ولایت اوسېدونکو له کورنیو چارو وزیر نه وغوښتل، چې د کلیو او ښار امنیت دې ټینګ کړي.
دوی وايي، په لویو لارو کې وسله وال کسان د خلکو ژوند او شتمني اخلي.
د غزني اوسېدونکو همدا ډول وویل، حکومتي مامورین او قومي مخور نه شي کولای، چې د ځینو ولسوالیو په لارو کې تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورینو چارو وزیر له خبرو او څرګندونو سره سم د غزني په ښار د دولت مخالفو له خوا په راکټي بریدونه وشول او امنیتي مسولین وايي، چې دغو بریدونو تلفات نه لرل.





