په سنګین کې امنيتي وضعیت تر پخوا ډېر کړکېچن شوی

امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دا مهال امنيتي حالات د ډاډ وړ نه دي.

د دوی په وينا، اوس هم په سنګين کې له وسله والو طالبانو سره د افغان امنيتي ځواکونو جګړه روانه ده.

یوې ځايي امنیتي سرچینې د نوم نه ښکاره کولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په سنګین ولسوالۍ کې تر دې دمه د سنګین د امنیه قومندان په ګډون ۲۵ تنو نورو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړول شوې.

د یادې ولسوالۍ قومي مشران او د ټولنیزې شورا غړي وايي، چې دولت د دوی د غولولو له پاره یواځې د څو ورځو له پاره کمانډو یا ځانګړي ځواکونه ليږلي او په نتیجه کې پرته له دې، چې ټوله سیمه خوندي او امنه کړي بېرته د جنګ له مېدانه تللي دي.

د ټولنیزې شورا مشر غلام جان وايي، چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ د امنیت په اړه د ځينو چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.

همدارنګه قومي مشر محمد داود وايي، دوی په دغه سیمه کې دي واقعیت هغه څه نه دي، چې ځينې امنيتي چارواکي يې راپور ورکوي.

دوی وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سنګین کې د جګړو له امله لسګونه سرتېري وژل شوي؛ همدارنګه د ولسوالۍ او د امنيې قومندانۍ ودانۍ د وسله والو تر ولکې لاندې دي، چې سوځولي يې هم دي.

دوی خبرداری ورکوي، که چېرې په سيمه کې امنيتي حالت د اوسني وخت په شان روان وي، ښايي طالبان یو ځل بیا پر سنګین بشپړ حاکمیت تر لاسه کړي.

خو د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک وايي، چې اوس هلته امنيتي ځواکونو د دې جګړې د مخنيوي په موخه عمليات پېل کړي دي.

هغه هم دا مني، چې په سيمه کې امنیتي حالت کړکېچن شوی دی، خو زیاتوي چې وسله والو طالبانو پر ځينو امنيتي پوستو بریدونه کړي، خو د ډېرو طالبانو مخه يې هم نيولې ده.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ امنيتي حالت په داسې حال کې کړکېچن شوی، چې ویل کيږي له تېرو دوو اونیو راهیسې هلته امنيتي ځواکونه ور رسیدلي، خو د ځمکني ماینونو او وسله والو طالبانو د مخامخ بریدونو له امله نه شي کولی، ترڅو دې ولسوالۍ مرکز ته ځانونه ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام