طالبانو په وردګو کې د حزب اسلامي پر مرکزونو بریدونه کړي

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وایي، چې سلګونه وسله والو طالبانو پر مرکز میدانښاراو نرخ ولسوالیو کې د حزب اسلامي پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته وویل، چې دغو بریدونو او جکړو ۳  ساعته دوام وکړ او اوسمهال جګړه دریدلې ده.

منګل زیاتوي، چې  په دغو بریدونو کې د حقاني ډلې یو قوماندان یوسف په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نورټپیان شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند زیاتوي، چې وسله والو طالبانو غوښتل د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې ګډې وډې کړي.

هغه وایي، کله چې په سیمه کې د حزب اسلامي پر مرکزونو بریدونه وشول افغان ځواکونو له حزب اسلامي ډلې ملاتړ وکړ او په سیمه کې يې د طالبانو پرضد تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

د ویلو ده، چې له حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د حکومت مخالفې ډلې وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ وسله واله نښته کيږي.

تېره پنجشنبه د افغان حکومت او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوې او دواړو لوریو د سولې تړون لاسلیک کړ.

په دې اړه وسله والو طالبانو او حزب اسلامي له خوا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام