
د افغانستان عدليي خدمتونو موسیسې مسوولان وايي، چې د بامیانو ولایت مرکز په عیسی خان دښته کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی.
د دې بنسټ په خبره، د دې ډله ییز قبر په شاوخوا کې موندل شوي علایم او پاتې شوني ښيي، چې دغه ډله ییزه وژنه له ۱۳۵۸ کلونو وروسته شوې ده.
د افغانستان عدلي خدمتونو موسیسې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶ ډله ییز قبرونه څېړلي او تثبیت کړي دي.
د دې موسیسې رییس محمد اشرف بختیاري وايي، په دې قبر کې اووه جسدونه تشخیص شوي، چې ټول یې نارینه او له ۱۶ تر ۷۰ کلونو عمرونه لري.
دوی په افغانستان کې د ډله ییزو قبرونو د ویجاړولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له عاملینو سره دې قانوني چلند وشي.

دغه موسیسه وايي، په بامیانو ولایت کې دا ډله ییز قبر تازه سپړل شوی او په پوره ډول ویجاړ شوی دی.
د بامیانو والي محمد طاهر زهیر بیا د دې ډله ییز قبر پوره ویجاړېدل ردوي او وايي، د دغه ډله ییز قبر د نښو له موندلو اته کاله شوي دي او ولایتي ادارې هېچا ته د تخریب اجازه نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د بشرحقونو نړیوالې موسیسې ډاکټران وايي، په افغانستان کې زیات شمېر ډله ییز قبرونه موجود دي، خو په دې اړه کره شمېرې نه دي راټولې شوي.
د دې موسیسې مشر ډاکټر استیفن اشمیت وویل، د دغه بنسټ یو له موخو د ډله ییزو قبرونو د موندنې له پاره د مسلکي خلکو روزل دي او له ۲۰۰۲ کال راهیسې دوه ډله ییز قبرونه د کابل څرخي پله او شبرغان کې څېړلي دي.
د بشرحقونو نړیوالې موسیسې د ډاکټرانو بنسټ د بشرحقونو د جګړې ترسیم شوي راپور د خپرولو غوښتنه کوي او وايي، د بشرحقونو له خوا د دې راپور خپرول له افغانستان سره د تېرو شویو جنایتونو په برخه کې مرسته کوي.





