ولسي جرګې د ناامنیو زیاتېدو په اړه امنیتي مسوولان وراستجواب کړل

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته دفاع وزیر طارق شاه  بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وربلل شوي وو.

ولسي جرګې د ناامنیو پېښو زیاتېدو او د هغو مخنیوي په موخه نویو پلانونو په اړه دغه چارواکي استجواب کړل.

په ځانمرګو بریدونو، چاودونو او د ناامنیو نورو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلوماتو پټولو، د امنیتي بنسټونو کارکوونکیو تقاعد، سرتېرو ته پر وخت د تنخوا نه ورکولو، په لویو لارو کې ناامنۍ او دې ته ورته نورو مسلو په اړه  وکیلانو له مسوولانو سختې پوښتنې وکړې.

د ولسي جرګې غړي اقبال ساپي او شاګل رضايي وویل، له اووه میاشتو راهیسې د پولیسو او ترافیکو ماکولات نه دي ورکړل شوي دغه راز د غزني ځېنو ولسوالیو پولیسو تنخواوې نه دي ورکړل شوي؛ بلاخره دنده مو څه ده.

دوی په نیوکې سره  وویل، ښارونو کې ځانمرګي او موټربم چاودنې کېږي او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ځېنو وکیلانو په شمالي ولایتونو کې د یرغمل نیونو او طالبانو ته د دولت وړاندیزونو ټولګې او پر امنیتي ځواکونو او جګړې د هغې اغېز په اړه هم له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو پوښتنې وکړې.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی نه‌و، ورغلی او پر ځای یې د یاد ریاست اوپراتیفي مرستیال ورپېژندل شوی و چې تالار ته د ننوتلو اجازه ورنه‌کړل شوه.

خو د چارواکیو ځواب ویلو پر وخت د دفاع وزیر طارق شا بهرامي په غوښتنه غوڼده سري اعلان شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي چارواکي د تړلو دروازو تر شا د وکیلانو پوښتنې ځوابوي، پخوا هم څو ځله دغه کار تکرار شوی چې د رسینو او وطنوالو له کلک غبرګون سره مخ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام