د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، دولتاباد ولسوالۍ کې د کوچیانو پر نهو ماشومانو ـ چې خپل څاروي یې څرول ـ د سړکغاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړېده چې ۴ ماشومان په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
ښاغلي یورش وویل، د دې ماشومانو عمرونه له ۸ تر ۱۲ کلونو دي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند همدارنګه وايي، ټپي ماشومان د جوزجان روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
د چاودنې مسوولیت کومې ډلې نهدی منلی؛ خو د سړک غاړې ماینونه د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو په نښه کولو لهپاره ځای پرځای کېږي.





