بغلان؛ ۳۳ طالبان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي

د پامیر ۲۱۷ قول‌اردو د درېیمې لوا قوماندان عباس توکلي سلام‌وطندار ته وویل چې پر طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۳ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د برکه ولسوالي پر ځینو سیمو د طالبانو بریدونه پر شا تنبول شوي او طالبان ورته د اوښتې سختې مرګ‌ژوبلې له کبله تېښتې ته اړ شوي دي.

د درېیمې لوا قوماندان وايي چې په وژل شویو کسانو کې ۷ چیچینیايي جنګیالي او ۱۲ د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان شامل دي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو دوه قوماندانان هم په یادو بریدونو کې ټپیان شوي او دغه راز د هغوی ډېر تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې حال کې د برکه ولسوالي امنیه قوماندان محمدعلي ابراهیمي وايي چې په یادو نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

طالب ډلې تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام