طالبانو په وردکو کې یو دارالحفاظ و تړلو

د میدان وردکو ولایت د پوهنې چارواکي وايي، چې طالبانو د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو دیني دارالحفاظ تړلی دی.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وویل، دغه دارالحفاظ د طالبانو له خوا له تېرو درېیو ورځو راهیسې تړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، دغه دارالحفاظ د جمال الدین وردک په نوم د سیداباد ولسوالۍ په اونخی درې سیمې کې پروت دی.
طارق زیاتوي، په یاد دارالحفاظ کې شاوخوا د قران کریم سلو تنو حافضانو او یو شمېر نورو زده کوونکو دیني زده کړې کولې.

د میدان وردکو والي حیات الله حیات د دیني مرکزونو تړل په ځانګړې ډول د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کار یاد کړ.
 

حیات د سیمې له  مخورو او دیني عالمانو څخه وغوښتل ترڅو دیني ارزښتونو ته په پام سره چاته اجازه ور نه کړي، چې د دوی په سیمو کې دیني مدرسې د زده کوونکو پر مخ وتړي.

د پوهنې ریاست چارواکو د طالبانو له خوا د یاد دارالحفاظ د تړلو د لامل په اړه څه ونه ویل.

خو یاده دې وي، چې دغه دارالحفاظ له دې مخکې هم د طالبانو له خوا په دې موخه تړل شوی و، چې دغه دارالحفاظ ته د حکومت له خوا اعاشه او اباته ورکول کیږي.

د ویلو ده، چې د یاد دارالحفاظ په اړه تراوسه طالب وسله وال څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام