
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار یو تازه راپور ښيي چې د هېواد په څلورو سوېلي ولایتونو هلمند، کندهار، زابل او روزګان کې نږدې ۵۰ سلنه پولیس پر نشهیي توکو روږدي دي.
د دغه راپور له مخې، په سوېلي ولایتونو کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پولیس خیالي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا سلاموطندار ته ویلي چې په څلورو سوېلي ولایتونو هلمند، کندهار، زابل او روزګان کې یې پر نشهيي توکو د ۵۰ سلنې پولیسو د روږدي کېدو په اړه د سیګار د راپور په برخه کې څېړنې پیل کړې دي.
د هغه په وینا، ډېر ژر به د دغو څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.
د سیګار راپور دغه راز ښيي چې په سوېلي ولایتونو کې ۷۰ سلنه پولیس هم له رواني ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې د پولیسو په لیکو کې د نشهيي توکو کارول د اندېښنې وړ بللي او په دې برخه کې یې له افغان حکومت نه د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پولیسو په لیکو کې د نشهیي توکو د کارولو راپورونه ورکړل شوي وو.





