د فاریاب او بغلان اوسېدونکو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی

په سلګونه د فاریاب او بغلان ولایت اوسېدونکي د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی.

د کندوز ولایت له سقوط څخه وروسته د فاریاب او بغلان ولايتونو په هکله د طالبانو تبلیغات د خلکو اندېښنې را پارولي او اوس د ياد ولایت اوسېدونکي د وسله والو طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون ته مجبور شوي.

دغه اعتراض کوونکي د افغان امنيتي ځواکونو له زړورتیا د ستاينې ترڅنګ وايي، چې دوی چمتو دي، څو د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه و جنګيږي.

په سلګونه د مدني ټولنو فعالان، قومي مشران، سياسي ګوندونه، جهادي قومندانان، د ولايتي شوراګانو غړي او د فاریاب ځوانان د مېمنې ښار په سرکونو راوتلي و او د طالبانو پر ضد يې شعارونه ورکول.

سلام وطندار ته د اعتراض کوونکو څخه په رارسېدلو انځورونو کې ليدل کيږي، چې د دغو پاڅون کوونکو سره درنې او سپکې وسلې هم شته.

اعتراض کوونکي، د پاکستان حکومت په افغانستان کې له ترهګريزو فعاليتونو پر ملاتړ تورن کړ او په جدي توګه يې غوښتنه وکړه، چې اسلام اباد باید د افغانستان په هکله له خپلو ناوړو سياستونو لاس واخلي.

دوی وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې په فاریاب کې به د دوی له پاره هیڅ ځای نه وي.

داسې ویل کيږي، چې د دغه ولایت په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د فاریاب امنيتي چارواکي وايي، چې دوی د طالبانو هر ډول بريدونو ته چمتو والی لري.

په بغلان کې د دویم ځل له پاره د خلکو وسله وال پاڅون

د بغلان ولایت ځينو اوسېدونکو څو ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی و.

همدارنګه نن یکشنبه (اکټوبر ۴مه) په سلګونه ولسي وګړي د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ.

پخوانی جهادي قومندان سېد حشمت، چې اوسمهال ۳۰۰ د وسله پاڅون وګړو رهبري په غاړه لري سلام وطندار ته وویل، چې د افغان امنيتي ځواکونو ټينګ ملاتړ کوي او هيڅکله به هم وسله والو طالبانو ته اجازه ور نه کړي.

له دې وړاندې هم له یاد ولایت څخه ۳۰۰۰ تنو د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون کړی و.

هغه کسان، چې د دغو پاڅونونو رهبري کوي له دولت څخه غواړي، چې له دوی سره د مهماتو په برخه کې لازمې مرستې وکړي.

اوسمهال د پلخمري په زیاتو سيمو او مرکزي بغلان کې عام وګړي د افغان امنيتي ځواکونو سره يوځای له هېواد څخه ساتنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام