د فاریاب یو شمېر سوداګر وايي، له تجارتي توکیو څخه د مالیاتو نه اخېستلو په تړاو د ولسمشر له فرمان وروسته، طالبانو اوس د میمنې ـ مزارشریف لویه لاره کې د مالیې اخېستلو په نوم ګمرک جوړ کړی او له سوداګریزو توکیو پیسې اخلي.
د فاریاب میمنې ښار دوه هټیوال میرویس او وحید وايي، طالبان د میمنې ـ مزار لویه لاره کې له هر موټر سوداګریزو توکیو له ۷ زره افغانیو نیولې تر ۳۵ زره افغانۍ اخلي.
دوی ـ چې دا پیسې یې له خپله جېبه نه ځي ـ د طالبانو له لوري دا پیسې اخېستل د غریبو او بېوزلو په حق کې یوه اقتصادي ضربه بولي.
دوی په ورته وخت کې غوښتنه کوي چې طالبان دې خپل ګمرک له منځه یوسي او له خلکو دې باج نهاخلي.
ورته مطالب:
طالبان په جوزجان کې له خلکو باج اخلي
طالبان کندوز کې له پراختیايي پروژو باج اخلي
طالبان سرپل کې له خلکو باج اخلي
د فاریاب ولایتي شورا مرستیال صبغتالله سېلاب وايي، طالبانو د دې ګمرک په جوړولو سره کال کې له ۱۵۰ نیولې تر ۲۰۰ میلیونو افغانۍ ټولوي.
د ده په خبره، په واقعیت کې د طالبانو له لوري مالیه ټولول؛ دغه ډله له حکومته پیاوړې کوي چې دا به حکومت ته جدي خنډونه رامنځته کړي.
په همدې حال کې د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار وايي، طالبانو نور د بهرنیو هېوادونو مالي ملاتړ له لاسه ورکړی او له همدې امله د هېواد لویو لارو کې د تلاشیو په جوړولو سره خپلې مالي منابع بشپړوي.
طالبان پهداسې حال کې د میمنې ـ مزارشریف لویه لاره کې د سوداګرو موټرو څخه پیسې اخلي چې سلاموطندار لهدې مخکې هم د فاریاب د ولسوالیو اوسېدونکیو څخه د طالبانو له لوري د عُشر او زکات ټولولو په اړه راپورونه خپاره کړيوو.





