طالبان: د کابل او ننګرهار بریدونه دې په بې‌طرفانه ډول وڅېړل شي

وسله‌والو طالبانو له هغه وروسته چې د کابل او ننګرهار بریدونو په اړه پراخ غبرګونونه راوپارېدل، په یادو بریدونو کې خپل لاس لرل رد او د هغو د څېړلو غوښتنه یې وکړه.

د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر روغتیايي مرکزونو، جنازو او عامه بنسټونو بریدونه د دې ډلې په پالیسي کې نشته.

دې ډلې په کابل کې پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د بریدونو بې‌طرفانه څېړنه غوښتې، څو د دغو بریدونو د عاملانو جنایتونه په ډاګه شي.

طالبانو افغان دولت مسوول بللی او ویلي یې دي چې په دولت کې ځینې کړۍ په دغو بریدونو کې لاس لري، څو دا ډله بدنامه کړي.

خبرپاڼې زیاته کړې، افغان حکومت له دا ډول بریدونو نه د وسیلې په توګه کار اخلي چې په وینا یې، اوبه خړې او کبان ونیسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل او ننګرهار کې وروستي خونړي بریدونه د داعش ډلې کار بللی دی. د نوموړي په وینا، د امریکا د ارزونو له مخې، د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش ډلې له لوري شوي دي.

نوموړي په یوه ټويټ کې لیکلي، د داعش ډلې خراسان څانګه په دا ډول بریدونو سره د افغانانو او نړیوالو لپاره ستر ګواښ دی.

نوموړي داعش ډله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک خلاف بللې او ویلي یې دي چې دا ډله په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن ووهي.

هغه له افغان دولت نه غوښتي چې داعش ډلې ته اجازه ور نه کړي، څو د سولې ماتېدونکې پروسه له خپل اصلي مسیر نه وباسي.

د کابل او ننګرهار په وروستیو پېښو کې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول او نږدې اتیا نور ټپیان شول. وسله‌والو د تېرې سه‌شنبې په ورځ په کابل کې پر یوه سل بستریز روغتون برید وکړ. کورنیو چارو وزارت وویل چې په یاد برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول.

له دغه برید څو ساعته وروسته یوه ځانمرګي بریدګر د ننګرهار په «کوزکونړ» ولسوالي کې د جنازې مراسمو پر مهال ځان ته چاودنه ورکړه. په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې خپل لاس لرل رد او داعش ډله یې د دغو بریدونو مسووله وبلله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام