
د غزني ولایت پر جغتو او دهیک ولسوالیو تېره شپه وسلهوالو طالبانو بریدونه وکړل. په دې بریدونو کې د جغتو امنیه قوماندانۍ طالبانو نیولې او د دهیک ولسوالۍ امنیې قوماندان له یوشمېر سرتېرو سره وژل شوي دي.
د غزني په ولایتي شورا کې د جغتو د خلکو استازي نصیراحمد فقیري سلاموطندار ته وویل، طالبانو بېګاه نیمه شپه یو وار بیا د جغتو په امنیه قوماندانۍ برید وکړ او له څوو ساعاتونو مقاومت وروسته سرتېرو شا تګ وکړ او طالبانو امنیه قوماندانۍ ونیوله او نن سهار یې د چاودېدونکیو توکیو په وسیله د قوماندانۍ ودانۍ ویجاړه کړې ده.
فقیري وايي، په نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده، خو له امنیتي مسوولانو سره د اړیکو غوڅېدو له امله د تلفاتو په اړه کره معلومات نه شته.

د ولایتي شورا غړی وايي، د غزني په دهیک ولسوالۍ د طالبانو پراخ برید په پایله کې د دې ولسوالۍ امنیې قوماندان فیضالله توپان او ځېنې سرتېري وژل شوي دي.
د ښاغلي فقیري په خبره، د پولیسو منتظره قطعې قوماندان حاجي برکتالله چې د دهیک ولسوالۍ سرتېرو مرستې ته روان و د طالبانو په کمین کې ایسار شوی او وژل شوی دی.
امنیتي مسوولانو او د والي مطبوعاتي دفتر مسوولان زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ.





