پر ښځو د جنسي تېري کوو نکو د اعدام غوښتنه

سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو کچه دوه برابره زياته شوې

دا ادعا کابل کې د مدني ټولنو فعالانو نن دوشنبه، (د فبروري ۲۳مه) د یو لاریون په ترڅ کې وکړه او له افغان دولت څخه یې  و غوښتل، چې په هېواد کې د معافیت فرهنګ لغوه او پر مېرمنو تاوتريخوالي کونکو ته سخته سزا ورکړي.

دغه مدني فعالانوخبرداری ورکړ، چې که په راتلونکي کې پر ښځو د جنسي تیریو پېښې جدي ونه څيړل شي د ولایتونو په کچه به لاریونونه وکړي.

دوی وايي، چې په هېواد کې شته فساد پر میرمنو د جنسي تېري او تاوتریخوالي کونکونکو د خوندیتوب لامل شوی.

دغه لاريونکونو چې پر جنسي تېري کونکو یې دمرګ شعار ورکوه، غوښتنه وکړه، چې د دا ډول پېښو عاملين دې اعدام شي.

مدني فعال عبدالله احمدي د لاریون په ځای کې رسنیوته وویل، دوی هره ورځ د جنایتکارانو له لوري د  جنسي تیریو شاهد دي، چې په دې سره د ښځو له پاره ټولنیز چاپيریال اوشخصي حریم نا امنه شوی دی.

احمدزی وايي، چې د تاو تريخوالي او پر مېرمنو د جینسي تيري مسله د ټول ولس له پاره د اندېښنې وړ مسله ده« مونږ د متجاوزینو علني محاکمه غواړو، پر ښځو د جنسي تیري کوونکي جواب، مجازات دی» داهغه شعارونه و، چې لاریون کوونکو له ځانونو سره په سمبولیک ډول لېږدول.

مدني فعالانو وویل، چې سږکال په (۹) میاشتوکې ۴۲۵۰  موارد پرښځو اوماشومانو د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه ثبت شوي، چې د تېرکال په پرتله دوه دغه کچه لوړه شوې.

وژنه، جنسي تیری، وهل او ډبول، اجباري او ټيټ عمره ودونه هغه تاوتریخوالي دي، چې په تېرو ۹ میاشتوکې زیات شمېر افغانان ورسره مخ شوي دي.

مدني فعالانو په خپل پرېکړه لیک کې غوښتنه وکړه، چې تېره میاشت په هرات، بامیان، کندز، جوزجان او تخارولایتونو کې پرښځو جنسي تیري او ناموسي وژنو ترڅنګ، کابل کې د یوه ۲۳ کلن ځوان ځان سوزول د اندېښنې وړ پېښې وې، چې دمخنيوي له پاره یې ګامونه نه دي پورته شوي.

د قانون نه  پلي کېدل، تیري کونکي په علني محاکمو کې نه محاکمه کول، صحرايي محاکمې، د ښځو له حقونو بې خبري،  د کلتوري ارزښتونو پر بنا د ځينو جنسي تېرېو پېښې پټ ساتل هغه څه دي. چې په ټوله کې د میرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي  ګراف یې لوړ کړی دی.

د ښځو د حقونو مدافع وکیلان وایې، چې د ښځو پر وړاندې د خشونت مخنیوي قانون دې د یوه خپلواک قانون په توګه او له ټولنیزو قوانینو بېل وپېژندل شي.

دغه اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کيږي، چې څو ورځې وړاندې د داخلي رسنيو له لوري داسې راپور خپور شو، چې  په هرات ولایت يې يو سړي د خپل ښځې تناسلې آله غوڅه کړې.

همدارنګه له دایکندي ولایت څخه هم  داسې راپورونه واورېدل شول، چې د يوې نجلۍ پلار ملا ته خپل لور په خمس کې ورکړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام