د ظاهر قدیر ملېشو د داعش ډلې له ۴ کسانو سرونه غوڅ کړل

د ننګرهار د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد سلام وطندار ته وویل، چې د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي ظاهر قدیر ملیشو پرون د داعش ډلې پنځه کسان نیولي او بیګا شپه یې د څلورو هغو سرونه يې غوڅ کړي دي.

غالب زیاته کړه چې له سر پرې شویو کسانو څخه دوه د قبایلي سیمې تیرا او دوه نور د ورکزۍ اجنسۍ اوسیدونکي و.

د اچین ولسوال په وینا د داعش کسانو پرې کړل شوي سرونه د حاجي ظاهر قرارګاه مخې ته د سرک پرغاړه کیښودل شوي دي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې حاجي ظاهر قدیر له حکومته غوښتي وو، چې دی به د ننګرهار په هغو سیمو کې شخصي عمليات وکړي په کوم ځای کې، چې د داعش ډلې وسله وال زیات دي.

له هغه وروسته بیا د حکومت له لوري داسې اعلان وشو، چې دوی به هيڅکله هم د مليشو جوړولو ته اجازه ور نه کړي.

د حکومت د دغه دریځ له اورېدو وروسته حاجي ظاهر په ولسي جرګه کې له احساساتو ډکې ويناوې وکړې.

حکومت په ځانګړي ډول د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر  يې په دې تورن کړ، چې دی د داعش ډلې ملاتړ کوي.

خو د حکومت له لوري د حاجي ظاهر څرګندونې په کلکه رد شوې او د قدیر څرګندونې يې غېر مسوولانه وبللې.

اوس داسې ښکاري، چې په دې کړنې حاجي ظاهر غواړي خپل ولس ته د خپل ژمنې د عملي کولو بېلګه وښي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګني د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دوې چورلکې د داعش ډلې پورې اړوند وسله وال ښکته کړي، خو دغه مسله تر اوسه پورې د دویم ځل له پاره برسېره نه شوه او تر ننه پورې همداسې پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ مخکې دداعش وسله والو په مخامخ جګړه کې د حاجي ظاهر د څلورو ملیشو سرونه غوڅ کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام