
د ننګرهار چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې داعش ډلې بیا له اوو کسانو سرونه پرې کړي، چې شپږ یې طالبان او یو یې د ملي اردو سرتېری دی.
یو حکومتي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، سلام وطندار ته وویل، دغه پېښه پرون د جمعې له لمانځه وروسته د داعش تر ولکې لاندې د پېخې په نوم سیمه کې شوې ده.
دا چارواکی وايي، چې د داعش ډلې د طالب وسله والو او د ملي اردو د سرتېري څخه په داسې حال کې سرونه پرې کړي، چې ګڼ ولسي خلک یې نندارې ته راغوښتل شوي وو.
سرچینه زیاتوي، چې د سر پرېکولو پر مهال بې پیلوټه الوتکې دغه ډله په نښه کړې او د داعش ۱۷ غړي یې په هوایي برید کې وژلي دي.

د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي سلام وطندار ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې داعش ډلې په داسې حال کې له شپږو طالبانو سرونه پرې کول، چې د ډرون برید پرې شوی.
خوږیاڼی وايي، په دغه برید کې د داعش د دوو قوماندانانو په ګدون ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خو تر اوسه داعش ډلې د سرپرېکولو او تازه بمبارۍ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په ننګرهار او ځانګړي ډول اچین کې د سرپرېکونې لمړنې پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم دغې ډلې د یو شمېر کسانو نه سرونه پرې کړي، خو دا ځل یې له طالب وسله والو په داسې یو وخت کې سرونه غوڅ کړي، چې طالبانو له دغې ډلې سره تر سختو جګړو وروسته داعش له ځېنو سیمو نه تېښتې ته اړ کړي دي.





