د اجرایوي ریاست دویم مرستيال محمد محقق پر اوسني حکومت جدي نيوکې وکړې.
نوموړي وویل، چې په خواشينۍ سره د ملي وحدت حکومت تر اوسه د ملي وحدت درلودونکی نه دی.
محمد محقق، چې د مېدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د تېرې ورځې وژل شویو سرتېرو په اړه راټول شويو خلکو ته خبرې کولې زياته کړه، چې حکومت د ایسار شویو سرتېرو په ژغورلو کې پاتې راغلی.
که څه هم نوموړی خپله هم د همدغه حکومت يو فعال او کليدي شخص بلل کيږي، خو په مېدان وردګو کې دغه وروستۍ پېښه نوموړی يې مجبور کړ، چې خپله دنده او صلاحیتونه هم تر سوال لاندې راوړي.
د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي، چې افغان حکومت د وردګو جلریز ولسوالۍ په جګړه کې د ایسار پاتې شویو سرتېرو د خلاصون له پاره د دوی نارو ته پام و نه کړ.
محقق د جلریز پېښه د مزار قتل عام، بامیانو او یکاولنګ پېښو ته ورته وبلله، په جلریز کې د ایسار پاتې شویو سرتېرو د خلاصون په برخه کې د حکومت له نه پاملرنې څخه سخته نیوکه وکړه.
نوموړي وویل، حکومت سیمه ییزو پولیسو ته چې ۳۰ ساعته یې له طالبانو سره جکړه وکړه د مرستې په رسولو کې دروغ ویلي دي.
د اجرایه ریاست دویم مرستیال تېره ورځ د ( جولای په ۴مه) د سرتېرو د جسدونو د سپارلو په مراسمو کې د یادو سرتېرو کورنیو ته وویل، چې حکومت د سرتېرو له وژل کېدو او د یادې ولسوالۍ له سقوط وروسته سیمې ته مرستندویه ځواکونه لیږلي دي.
محقق وايي، چې په یاده پېښه کې مبهمې خواوې شته دي او هرو مرو دې د پېښې د څېړلو له پاره پلاوی و ټاکل شي.
دی زیاتوي، چې د جلریز په پېښه کې دې ښکېلو کسانو ته سزا ورکړل شي.
همدا راز نوموړي ملي یووالي حکومت ته خبرداری ورکړ که چېرې یاده پېښه و نه پلټل شي، نو د ملي یووالي حکومت اډانه به متزلزله شي.
په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش او د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د سیمه ییزو پولیسو وژل کېدو لامل یې په امنیتي بنسټونو کې نه همغږي یاده کړه او د پېښې د څېړلو لپاره یې د پلاوي د ګومارلو غوښتنه وکړه.
بل لورته د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د ملي اردو سرتیري له اړتیاوو سره سم د پېښې ځای ته لیږل کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې په جلریز کې سیمه ییزو پولیسو ته ژوبله اوښتې، خو مرستندویه ځواکونه د چاڼیزو عملیاتو له پاره سیمې ته رسېدلي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د راپورونو پر بنسټ طالبانو له اسیر شویو سرتېرو نه سرونه پرې کړي دي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني په یو پېغام کې د طالبانو له خوا د سرتېرو بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې او دغه چاره یې د جنګي قوانیو خلاف کار بللی دی.
د جلریز جګړه یوه توطیه وه
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولسونو استازی غلام حسین ناصري د جلریز پېښه چې سیمه ییزو پولیسو ته په کې درانه تلفات اړول شوي و یو "خاینانه توطیه" او د "حکومت بې کفایتي" وبلله.
د جرګې ځینو غړو یاده پېښه له وړاندې پلان شوې پېښه یاده کړه.
د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ له چهار شنبې ورځې راهیسې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو سلګونو وسله والو طالبانو له څوو خواوو برید پیل کړ.
ناصري چې د جګړې پر مهال د میدان وردګو په ولایت کې و سلام وطندارته وویل، چې د سږکال له پېل نه د کابل او بامیانو د لویې لارې د امنیت په اړه اندېښنې موجودې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې څو ځلې یې ولایتي چارواکو سره دغه خبره شریکه کړې ده او چارواکو یې خبرې ته غوږ نه دی ایښی او له امنیتي پوستو یې د میشتو سرتېرو شمېر راکم کړی دی او له ۴ میاشتو یې د یادو سرتېرو حقونه هم نه دي ورکړي.
په کابل او بامیانو ولایتونو کې لاریون کوونکو د جلریز پېښې د سرښندونکو انځورونه له ځانه سره لیږدلو او حکومت یې ګرم و ګاڼه.
ناصري وویل، چې د عامه نظم پولیس د پېښې په ۲۰۰ مترۍ کې پراته و او د سیمه ییزو پولیسو د خلاصون له پاره یې هیڅ اقدام نه و کړی.
د جرګې یاد استازي په وینا ۲۷ تنه سیمه ییز پولیس په پېښه کې وژل شوي او زیاتوي، چې یواځې د ولسوالۍ ودانۍ د حکومت په لاس کې ده او په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.
بله خوا د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار ته وویل، په دې نښته کې ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.
نوموړي د ولسي وګړو د تلفاتو په اړه وویل، چې په نښته کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د جلریز ولسوال په وینا په نښته کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
ورته وخت کې د بامیانو او کابل په سلګونو اوسېدونکو د جلریز پېښې په اړه لاریون وکړ او حکومت یې په بې پروايي تورن کړ.





