د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ولسمشر غني سره له خبرو وروسته ویلي، چې هېواد یې افغانستان په نظامي او دفاعي برخه کې پياوړی کوي.
مودي وویل، چې افغانستان دې خپلې نظامي اړتیاوې مشخصې کړي.
د پخوانیو راپورونو له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته د چورلکو، ټانګونو او درنو وسلو یو لېست وړاندې کړی و.
ولسمشر غني په تازه وختونو کې له هند سره د دفاعي همکارایو اړيکې جوړې کړي، چې د مودي حکومت هم ورته مثبت ځواب وايي.
بل لوري لومړي وزیر نرېندرا مودي، پرته له دې چې کوم هېواد ته اشاره وکړي، وویل، چې افغانستان یوې داسې کړنلارې ته اړتیا لري، چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا له ورپېښ تاوتریخوالي نه ځان خوندي وساتي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوو ته د اشارې په ترڅ کې یې وویل، افغان ملي اردو په هر حالت کې خپله وړتیا ښکاره کړې، خو دوی په دې برخه کې لا نورو مرستو او روزنو ته هم اړتیا لري.
غني د ترورېزم د ځپلو په تړاو وویل، که غواړو، چې په افغانستان او سیمه کې د اوسني ترورېزم مخه ونیسو؛ نو دغه کار د همکاریو یو سیمه ییز چوکاټ ته ضروت لري.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې له ترورېزم سره باید مبارزه وشي او ماته وخوري. د ده په خبره، افغانستان به د ترهګرو په هدیره بدل شي" موږ ته دې د کمزوري ولس فکر نه کېږي، ځکه چې امکان نه لري مونږ دې ترورېزم ته سر نه ټيټ کړو.
ولسمشر غني د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د سولې په اړه وویل، چې ترهګرۍ زموږ د کوچنیانو، ښځو او ځوانانو پر ژوند سیوری غوړولی او قرباني کوي یې.
ولسمشر غني له ترورېزم سره د مبارزې په اړه وویل، چې د تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د سیمیزو همکاريو په مرسته یوه مناسبه حل لاره پېدا کېدی شي.
د افغان ولسمشر په خبره، " نه شو کولی، چې ترورېزم په ښه او بد ووېشو، د ترورېزم تر منځ توپیر نه شته، بلکې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د سیمې او نړۍ په ګډون یوې ځانګړې کړنلارې او مبارزې ته اړتیا ده."
هند د افغانستان د بهرني سیاست ځنځيري ملګری:
هندوستان د افغانستان د بهرني سیاست په پنځو حلقو کې شامل هېواد دی، د افغانستان لومړۍ حلقه کې ګاونډي هېوادونه شامل دي، چې له هندوستان څخه نیولې تر اذربایجان رسیږي او په دویمه حلقه کې اسلامي هېوادونه شامل دي، چې په هغو کې هم هندوستان د نړۍ د ستر اسلامي نفوس لرونکي هېواد په توګه شامل دی.
په څلورمه حلقه کې اسیایي هېوادونه دي، چې په دغو اسیایي هېوادونو کې بیا هم هند شامل دی، د پنځمې حلقې مرستې هېوادونه ټول مرسته کوونکي هېوادونه دي، چې هند هم له افغانستان سره د ستر مرسته کوونکي هېواد په توګه ګڼل کېږي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په باور، د افغانستان او هندوستان لخوا په درې اړخیزو او څو اړخیزو مسئلو تمرکز یوه اړتیا ده او د تروریزم پرخلاف ګډې مبارزې ته هندوستان په جدیت سره چمتو دی.
د هندۍ وزیرې په وینا، یو سوله ییز او با ثباته افغانستان د هندوستان په ګټه دی او امن لرونکی افغانستان کولی شي، چې اسیایي همپالنه رامنځته کړي او یا دغې مهمې مسئلې ته لاره هواره کړي.
سواراج د افغانستان د بشري قوې د ظرفیت د لوړولو په لاره کې له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې د چمتو والي ښودنه وکړه.
د سواراج په خبره، له افغانستان سره شوې او کړې مرستې خپله دنده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او اړیکو د پياوړي کولو یوه برخه وبلله.
ولسمشر غني د هندوستان هېواد د بشري منابعو سره د مرستې په برخه کې وویل، ډېر افغان ځوانان په هندوستان کې زده کړې کوي او هند کولی شي، چې د ټکنالوژۍ اوسوداګرۍ په برخو کې دغې مرستې ته دوام ورکړي.
د غني په باور، د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ډېرې قوي دي او دغه دوه اړخیزې اړیکې باید په درې اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو بدلې شي.
ولسمشر غني په همدې ورځ په یوه بله ناسته کې د ترهګرۍ د ځپلو په اړه وویل، ترهګري اوس په یوه سیستم بدله شوې ده، چې سیمه باید په بشپړې همغږۍ سره د دغې پدیدې پر وړانداې جدي اقدامات وکړي.
د غني په خبره، تروریزم ټولې سیمې ته یو ګواښ دی، چې ټوله سیمه باید په ګډه د ترهګرۍ پرخلاف مبارزې ته دوام ورکړي.





