پاکستاني پوځيانو په دغه هېواد کې د زاخېل کمپ اوسېدونکو ته يوه ورځ وخت ټاکلی، چې دغه کمپ پريږدي او خبرداری يې ورکړی، که چېرې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له دغه کمپ څخه کډې بار نه کړي؛ نو د دوی له جدي کړنو سره به مخ شي.
سلام وطندار ته د دوبنديوال شورا مشر ثواب الدين مخکښ وویل، چې پخوا په دغه مسله کې د ستونزو را پېښېدو د حل په باب پاکستاني پوليسو مداخله کوله، خو اوس ورته دا خبرداری د پاکستاني پوځيانو له لوري ورکړل شوی دی.
پوځيانو ويلي، چې د ضرب الاجل د پوره کېدو نه وروسته به د دوی کورونه ويجاړ کړي.
د راپورونو پر بنسټ، کله چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسی زي دغه موضوع د خېبر پښتونخوا له اعلی وزير پرویز خټک سره شريکه کړې، خو هغه د رد ځواب ورکړی.
جانان موسی زي د زاخېل کمپ اوسېدونکو ته ويلي، چې باید د پاکستاني پوځيانو ضرب الاجل ته غاړه کيږدي، ځکه د دوی سره د پاتې کېدو له پاره د مرستې نور امکانات نه شته.
اخوا د زاخېل کمپ اوسېدونکي بیا د پاکستان له حکومتي چارواکو غواړي، چې دوی ته د کمپ پرېښودو او کډه کولو په موخه ۱۰ یا ۲۰ ورځې وخت ورکړي.
څو ورځې وړاندې سلام وطندار ته داسې راپورونه ورسېدلي وو، چې د زاخېل کمپ مهاجرینو د پاکستاني پوليسو سره شخړه کړې او نه غواړي، چې له دغه کمپ څخه ووځي.
هغه مهال په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو نماینده مصري خان مومند سلام وطندار ته د ټېلفون پر کرښه ویلي وو، چې دغه شخړه د (۲۰۱۵ زېږدیز/می۱۳) ماسپښين مهال د پاکستان ځايي پوليسو او افغان مهاجرو ترمنځ شوې.
نوموړي زياته کړې وه، شخړه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې کله پولیسو غوښتل د افغان مهاجرو په کمپ کې جوړ شوي دوکانونه او نور تجارتي ځايونه وران کړي.
دراپورونو پر بنسټ، لومړی په دغه کمپ کې پاکستاني ځايي اوسېدونکو په غیر قانوني ډول دوکانونه او کورونه جوړ کړي وو او کله چې دغه غیر قانوني ځايونه د پولیسو له لوري په بلډوزرونو او جرسقيلونو وران شول؛ نو پاکستاني اتباع د اعتراض په ډول په دغه کمپ کې د افغان مهاجرو د ځايونو د ورانولو هم غوښتونکي شول.
په همدې وجه، کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل؛ د افغان مهاجرو کورونه وران کړي؛ نو د دوی لاسونه د پولیسو ګرېوانونو ته ورسېدل.
په پاکستان کې د زاخېل کمپ د دغه هېواد اسلام پر سړک په " جي ټي روډ " کې پروت لوی کمپ دی، چې اوسمهال ۵ زره افغان مهاجر په کې اوسيږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د استازو پر وينا، پر دغه کمپ د ۲۰۱۰ م زېږدیز کال راهیسې جنجال روان دی.
ځکه د مصري خان مومند په وينا، کله چې هغه مهال پر دغه کمپ سېلاب راغی؛ نو د مهاجرينو کورونه يې هم له ځانه سره يوړ او هرڅه یې ويجاړ کړل.
همغه مهال هم پاکستاني پوليسو پر دغه کمپ ولکه ولګوله او د دویم ځل له پاره يې مهاجر نه پرېښودل، چې وروسته له زياتو جنجالونو او خبرو اترو بیا په دې سره سلا وشوه، چې دغه افغان مهاجر باید په زاخېل کمپ کې دوباره هستوګن شي.





