افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدر اعظم نواز شریف سره د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان سره د دوستۍ معیار دا دی، چې څوک يې ترڅنګ ودريږي.
نوموړي زياته کړه، چې له اسلام اباد سره د کابل بحث د ګډو ګواښونو په اړه دی.
همدارنګه ولسمشر د افغان امنيتي ځواکونو په اړه وویل، چې اوسمهال افغان ځواکونه يواځې د افغانستان له پاره نه بلکې د د ټولې سيمې د ثبات له پاره جنګيږي.
د هېواد ولسمشر دا هم وویل، چې د یوه منتخب او مشروع دولت په توګه دوی د خلکو د ساتنې او دفاع دنده پر غاړه لري.
ده د پخوا په څېر يو ځل بیا تکرار کړه، چې جنګ پر افغانانو تپل شوې او افغانان به له خپلې خاورې دفاع وکړي.
د هېواد مشر زیاته کړه، هرومرو به په سیمه کې د سولې شرایط برابر شي؛ ځکه چې په سیمه کې سوله د افغانستان او پاکستان له سولې سره تړلې ده.
هېواد مشر په دې خبري غونډه کې وویل، ښه او خراب تروریزم شتون نه لري او زیاته یې کړه، چې دغه ناوړه پديده د نړۍ په ګډون دواړو هېوادونو ته د ګواښونو لامل کیږي.
ده همدا ډول زیاته کړه، چې د تروریزم لومړني زیان منوونکي هېوادونه افغانستان او پاکستان دي.
ولسمشر غني د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له ژمنو هم یادونه وکړه، چې ويلي يې ود افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.
غني وویل، چې دواړه هېوادونه باید په داسې ډول له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي چې د ملتونو قناعت یې پرې حاصل شي.
افغان ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ، چې دواړو هېوادونو راتلونکی روښانه دی، پاکستان او افغانستان په اسیا کې د اقتصاد څلور لارې شکل لري، چې دغه لویه وچه به په راتلونکي کې په لوی اقتصادي ځواک بدل شي.
هېواد مشر په نننۍ ( ۲۰۱۵ زېږدیز کال/ مې ۱۲ مه) خبري ناسته کې له نواز شریف سره وویل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې دواړه هېوادونه به له یو بل سره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
په ياده خبري ناسته کې د پاکستان لومړي وزير وویل، د خبرو اترو په ترڅ کې يې وموندل، چې باثباته افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده او په دې برخه کې ژمن دي.
ده زیاته کړه، پاکستان به د هر هغه ګواښ پر وړاندې ودریږي، چې افغانستان ورسره مخامخ شي.
نواز شریف د افغانستان له میلمه پالنې مننه وکړه او وویل، چې افغانستان یې دویم کور دی.
دغه پاکستاني پلاوي وویل، چې دواړه هېوادونه له بل هر هېواد نه زیات له یو بل سره مشترکات لري.
په دغه ګډه خبري ناسته کې د پاکستان لوړي وزير زياته کړه، چې هېواد یې د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو، د زیربناو جوړولو او د برېښنا په برخه کې مرستې کوي.
شریف د طالبانو بریدونه په کلکو ټکو سره وغندل او وې ويل، چې د افغانستان دښمن د پاکستان ملګری نه شي کیدی.
د پاکستان لومړي وزیر د ډیورند په دواړو غاړو کې د ګډو عملیاتو خبره وکړه او د څرنګوالي په اړه یې څه و نه ویل.
له مطبوعاتي کنفرانس وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله پاڼه کې ليکلي و، چې په دې کتنه کې د دواړو غاړو له لوري پر امنیتي مسایلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر غوړېدا خبرې وشوې.
ارګ کاږلي پاکستان ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به خپلې نيمګړې ودانيزې پروژې بيا پېل کړي.
پاتې دې نه وي، چې د پاکستان لومړی وزیر میا نواز شریف به له ځینو نورو افغان چارواکو سره هم وګوري.
ياده دې وي، چې دا دویم ځل دی، چې نواز شریف افغانستان ته په رسمي سفر راځي.
يوځل يې په ۲۰۱۳ م زېږدیز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال هم رسمي سفر درلود، چې پر بېلابېلو مسایلو يې خبرې اترې هم درلودې.
د ده دغه سفر د اشرف غني په رسمي بلنه شوې او په سفر کې ورسره د ولسمشر د امنیتي چارو سلاکارسر تاج عزیز، په بهرنیو چارو کې د صدر اعظم نواز شریف ځانګړی سلاکار سید طارق فاطمي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد ملګرتيا کوي.





