راپورونه وايي، چې په هلمند ولایت کې د افغانستان ملي اردو او عامه نظم ځواکونو په ګډه سلګونه وسله وال طالبان او داعشي جنګيالي په شا تمبولي.
د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې طالب او داعش وسله وال له ډېرې مودې راهیسې د پوليسو، عامه نظم او ملي اردو ځواکونو پر پوستو د بريد پلان طرحه کړی وو.
په ياد ولایت کې د ۲۱۵ اتل قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان ډګروال عبدالودود نجرابي سلام وطندار ته وویل، چې په کجکي او سنګین ولسوالیو کې وسله والو طالبانو او د داعش ډلې د ملي اردو او عامه نظم پولیسو پر پوستو پراخ بریدونه کړي وو.
نجرابي زیاته کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د مخالف لوري ۱۰۰ شاوخوا وسله وال وژل شوي او ۸۰ نور تپیان دي.
د نوموړي په وینا په دې وسله والو نښتو کې ۴امنیتي سرتیري هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
نوموړی وایي، چې د طالب وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې تردې دمه پاتې دي.
بل لور ته بیا د سنګین ولسوال محمد داود نورزی وایي، چې جګړه یواځې طالب وسله والو کړې.
دی وایي، جګړه کې د داعشي جنګيالي نه وو، خو په وينا يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند امنیتي چارواکو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان یو د ناامنو ولايتونو څخه شمېرل کيږي، چې څو میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د دغه ولایت سنګين ولسوالۍ پر ځينو سيمو بريدونه وکړل او هغه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستل، خو بیا وروسته د ملي اردو، ملي پوليسو او عامه نظم ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې دغه سيمې بېرته له طالبانو څخه ونيول شوې.





