د امنیتي مسایلو په اړه یو نړیوال کنفرانس د افغانستان له ګډون پرته ترسره شو

په کاناډا هېواد کې د "هالفیکس" په نامه د ناټو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د نومبر له ۱۸ تر ۲۰ مې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو، چې د نړۍ په امنیتي مسایلو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې راڅرخېده.

د اهمیت سره سره ، د اجنډا خلاف چې افغانستان ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د نامعلومو دلایلو له مخې د افغانستان په استازیتوب هېچا ګډون نه دی کړی.

سره له دې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې د کاناډا هالفیکس په کنفرانس کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون سربېره د افغانستان د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي هم ګډون کړی دی.

د رپوټونو پر بنسټ دې غونډې ته یې د ترهګرو د ملاتړ او د هغوی د پټن ځایونو په اړه ځېنې کره اسناد هم وړاندې کړي دي.

خو د ملې دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش سلام وطندار ته وویل، چې په دې کنفرانس کې د ملي دفاع وزیر ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په غونډه کې د ګډون له پاره کاناډا ته نه دی تللی.

د رادمنش پر وینا، په دې درې ورځنۍ غونډه کې هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي او بل د ناټو سازمان د غړیو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې شوي دي.

په غونډه کې د ترهګرۍ په خلاف د ګډې مبارې په لارو چارو او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ د څرنګوالي په اړه هم خبرې شوي دي.

هغه وايي، افغانستان او نور هغه هېوادونه چې هلته ترهګریزعملیات ترسره کېږي؛ په دې کنفرانس کې د ټولو هېوادونو د پیوستون او د دې پدیدې په مقابل کې د چمتووالي او په راتلونکې کې پلان لري له دغو هېوادونو سره یوځای د ترهګرۍ پر وړاندې له نږدې وګوري او د ترهګرۍ پر وړاندې چمتووالی اعلان کړي.

خو د ملې دفاع وزارت مرستیال ویاند په دې کنفرانس کې د ملې دفاع د وزیر د نه ګډون دلایلو په اړه څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې په دې کنفرانس کې د اجرایوي ریاست پلاوي ګډون کړی دی خو د اجرایه ریاست مرستیال ویاند دا موضوع رد کړه، خو مني چې ټاکل شوې وه د حکومت اجرایوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې کنفرانس کې د افغانستان استازولي وکړي، خو د هغه د نه ګډون د لایل هم اجرايوي ریاست په ډاګه نه کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام