هلمنديان: مونږ د باري جهاني تر شا ولاړ یو

د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکي د اطلاعاتو او کلتور نوي وزیر عبدالباري جهاني په ملاتړ د لاريون په ترڅ کې وویل، چې دوی د باري جهاني ملاتړي دي او د نوموړي پر ضد يې پر لاریون کوونکو د ایران د کلتور د پلويتوب تور ولګاوه.

لاريون کوونکو له مرکزي دولت وغوښتل، چې د کلتوري يرغل مخه دې ونيسي، په هېواد کې دې هغه رسنۍ د عدالت مېز ته کښينوي، چې د ګاونډيو په مالي ملاتړ ژبني، او کلتوري مخالفتونه زېږوي.

د هلمند مدني ټولنې مشر وويل، د ولسي خوځښت په مرسته به د پرديو کلتوري يرغلګرو مخه ونيسي.

لاريون، چې د هلمند مدني ټولنې له لوري د هلمندي ولس په ملاتړ جوړ شوی و د دغه ولايت لسګونو وګړيو ګډون په کې کړی و.

د هلمند خلک چې په خورا جوش راوتلي و، د هلمند مدني ټولنې له انګړه د ولايت مقام تر دروازې پورې لاړل، او د مرګ پر ايران، او مرګ پر کلتوري يرغل کوونکو، شعارونه يې ورکول.

د دوی په لاسونو کې هغه پېغام پاڼې هم وې، چې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني څخه په کې کلک ملاتړ اعلان شوی و.

لاريون کوونکو هغه خلک د ايران پلوه کړيو غړي وبلل، چې د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزير پر ضد يې دوې ورځې وړاندې مرکز کابل کې شعارونه ورکړي وو.

دوی له مرکزي حکومت ټينګه غوښتنه وکړه، هغه لاسونه دې لنډ کړي، چې د ګاونډيو پر اشارو په هېواد کې کلتوري يرغل او ژبنيو مخالفتونو ته زمينه برابروي.

لاريون کوونکو د ايران د ولسمشر حسن روحاني انځورونه وسېځل او پر ايران یې تور پورې کړ، چې په افغانستان کې کلتوري يرغل او ژبني تعصب خپرولو ته لمن وهي.

وروسته د هلمند مدني ټولنې د مشر سردار محمد همدرد  له خوا پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم رسنيو ته واورل شو، چې په کې د اطلاعات او کلتور وزير عبدالباري جهاني څخه د هلمند د ولسونو کلک ملاتړ اعلان شوی و او له دغه وزارت نه په کې ټينګه غوښتنه شوې وه، هغه رسنۍ دې د عدالت مېز ته کش کړي، چې د ګاونډيو په مالي مرسته او اشارو په ملي مقدساتو او ارزښتونو رسنيز يرغل کوي.

دوې ورځې وړاندې د اطلاعات او کلتور د وزير عبدالباري جهاني پر وړاندې وروسته له هغه غبرګونه راوپارېدل، چې د رسنيز سمون په موخه يې ځينې رسنۍ پوښتې وې، چې د کومو مالي سرچينو په مرسته فعاليتونه ترسره کوي.

د اطلاعات او کلتور وزير د خپلې دندې په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه، هغه رسنۍ به ورغواړي او پوښتنې ګروېږنې به ترې کوي، چې د بهرنيو په مالي مرسته او اشاره افغانستان کې رسنيز فعاليتونه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام