.jpg)
د "هلمند مدني ټولنه" د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کې د تېرو ۱۵ کلونو شوی فساد به مستند کړي؛ موارد به یې افغان حکومت او سیګا سره شریک او د یو کتاب په بڼه به یې چاپ کړي.
د دې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وویل، د هلمند ولایت په ټولو دولتي ادارو کې د شوي فساد د مواردو پیداکولو په موخه یې د یو ۲۸ کسیز پلاوي کمېټه جوړه کړې، چې د بېلابېلاو بنسټونو کسان په کې شامل دي.

همدرد وايي، په هلمند ولایت کې پخوانیو والیانو، امنیت رییسانو، امنیه قوماندانانو او ښاروالانو په پراخه کچه فساد کړی او دولت له هغوی د پوښتنې پر ځای په حکومت لا لوړې څوکۍ ورکړي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې د نمانځنو پرمهال د "هلمند مدني ټولنې" سره ژمنه وکړه، چې د معلوماتو په راټولولو او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
حیات وویل، له فساد سره جدي مبارزه کوي او د خپلو لاس ته راوړنو د بېلګې په توګه یې وویل، چې د هلمند ولایت پخوانی امنیه قوماندان او پخوانی ښاروال یې د فساد کولو په اساس محکمې ته معرفي کړي دي.
.jpg)
په ورته وخت کې دې غونډې ته د ولسمشر سلاکار وزیر قمرالدین شینواري په هلمند کې د شوي فساد یوې بېلګې ته اشاره وکړه، چې پخوانیو چارواکو له ۱۸ سوه هلمندیانو د نمرو ورکولو په نوم پیسې اخیستي، چې دغه کسان د بانک اویزونه په لاس لري؛ خو لا هم ځمکه نه ده ورکول شوې.
شینواري له دې څېړنیز کمېسیون وغوښتل، چې په خپلواک ډول دې کار وکړي او فاسد اشخاص دې رسوا کړي.
د راپورونو پربنسټ هلمند کې داسې مهال د فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ نمانځل کېږي، چې ترټولو ډېر فساد په نظامي برخه کې شوی دی.
په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې په هلمند ولایت کې د پولیسو، ملي اردو، عامه نظم او سرحدي ځواکونو په برخه کې ګڼ خیالي تشکیلات موجود دي.





