له ولسي جرګې نه هملند ولایت ته په رسمي سفر لیږل شوي پلاوي د دغې جرګې تالار ته وویل، چې په دغه ولایت کې روانه جکړه د نشه يي توکو پر سر روانه ده.
دغه پلاوی، چې د ولسي جرګې د نشه يي توکو، مسکراتو او اخلاقي فساد پر وړاندې د مبارزې چارو کمېسیون له خوا لېږل شوی و نن د (جون په ۱۷مه) د یادې جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې په هلمند ولایت کې د جګړې اصلي لامل د نشه یي توکو سوداګري ده او د دغې جګړې قربانیان ملي پولیس دي.
د دغه سفر مشري جنرال نقیب الله کوله او ورسره درې تنه نور عبدالودود پوپل، چمن شاه اعتمادي او عرفان هم ملتيا کوله.
یاد پلاوي ولسي جرګې غړو ته په خپل راپور کې وویل، چې پولیس په هلمند کې د جګړې قربانیان دي او دغه ولایت کې د میشت اردو ځواکونه په جګړه کې د دوی ملتیا نه کوي.
همدارنګه په راپور کې ويل شوي، چې د یاد ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست د یادو ښکارندې سره د مبارزې په چارو کې خپلواک نه دی.
سره له دې، چې دغه ولایت په تشکيل کې ۸۰ تنه نظامي پرسونل لري.
په راپور کې د یاد ریاست د چارواکو له خولې کاږل شوي و، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د دغو توکو سره د مبارزې پلانونه د لومړیتوبونه له مخې نه بلکې په خپل سر پلي کوي.
د یاد ریاست چارواکو داهم ویلي و، چې په دې ولایت د نشه یي توکو د قاچابرو د نیولو له پاره امنیتي ځواکونه په خپل سر عملیات کوي او دغه ریاست له دې بهیره نه خبروي.
دوی وايي، چې د دغه ریاست نظامي پرسونل یواځې د PRT ودانۍ ساتي.
د هلمند ناوې ولسوالۍ ته لېږل شوي پلاوي جرګې ته وویل، چې په هلمند ولایت کې میشت ملي اردو ځواکونه د نشه یي توکو له قاچاقبرو نه بډې اخلي او یا هم نیول شوي توکي په نورو قاچاقبرانو پلوري.
خو په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي، چې په هلمند کې د ملي اردو ځواکونه ميشت دي او د اړتیا په صورت کې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ په جګړه کې د دوی بشپړ ملاتړ کوي.
وزیري زیاته کړه، چې ولسي جرګه دې دغه موارد په لیکلي ډول له اسنادو سره د ملي دفاع وزارت ته وړاندې کړي او د یاد وزارت رهبري په دې پرېکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هېواد ۶۰ سلنه نشه يي توکي په هلمند ولایت کې کرل کیږي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي عتیق الله امرخېل د هلمند په ولایت کې د امنیتي ارګانونو د نه همغږي په اړه وايي، چې باید امنیتي ځواکونه د همغږي دفتر له لارې دغه ټول امنیتي عملیات او د دښمن بریدونه شنډ کړي.
د ده په باور ډېر وخت د اصولي پروسیجر نه بشپړول د نه همغږي لامل کیږي.
د دغه پلاوي راپور د هلمند له ولایت نه په داسې حال کې خپریږي، چې له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست په ګډه توګه په هلمند کې د طالبانو د له منځه وړلو له پاره د ذوالفقار په نوم عملیات په لاره اچولي و.
د کندوز او لوګر امنیتي حالت ته کتنه
د جرګې په عمومي غوڼده کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي انجینیر صاحب خان د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ناامنۍ او جګړې په اړه د یادې ولسوالۍ د ولسونو اندېښنو په اړه څرګندونې وکړې.
صاحب خان د یادې ولسوالۍ د جکړې په اړه وویل، چې په ازرې ولسوالۍ کې له ۴ ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو، داعش او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
ده زیاته کړه، چې په ازرې ولسوالۍ کې طالبان او داعش ډلې د حکومتي ځواکونو سربېره په ولسي وګړو ډزې کوي.
په ورته وخت د کندوز د امنیتي حالت په اړه انجینیر کمال صافي وویل، چې کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ امنیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.
ده زیاته کړه، په سیمه کې میشت ځواکونه نه شي کولای چې جګړه کابو کړي.
صافي له ملي دفاع وزارت نه وغوښتل، چې د جګړو په لیکو کې دې تازه دمې سرتیري ولیږي.
د لوګر ازرې ولسوالۍ دغه جګړه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې کابو یوه میاشت وړاندې یوې باوري سرچینې سلام وطندار ته ویلي و چې د لوګر ولایت د طالبانو مشهور قومندانان د دغې ولسوالۍ د نیولو له پاره پلان طرحه کړی دی.





