حامد کرزی: خپل دفتر له پاره زیاتو امتیازاتو ته اړتیا نه لرم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل دفتر په اړه د خپلواک بودیجوي واحد جوړښت سره مخالفت ښودلی.

دحامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، دوی دخپل دفتر له پاره زیات امتیازات نه غواړي.

همدا ډول دحامد کرزي دفتر وايي، چې ددوی اړوند کار کوونکو چارې دې دپخوا په څېر د چارو د ادارې په لاس مخ ته یوړل شي.

په دې وروستیو کې له دولتي ادارو څخه رسنیو ته داسې اسناد رسېدلي دي، چې ولسمشر غني د پخواني ولسمشر دفتر ته خپلواک بودیجوي واحد فرمان ور کړی دی.

دغه فرمان د روان کال دویمې میاشتې په دویم تاریخ صادر شوی دی، چې د پخواني ولسمشر له خوا د روان کال ۵ میاشې په ۷ نېټه د چارو ادارې ته په ځواب کې یو مکتوب لیږل شوی دی.

په لیږل شوي مکتوب کې کاږل شوي دي، چې د پخواني ولسمشر دفتر تشکېل زیات نه دی او ددې اړتیا نشته، چې دغه دفتر له پاره بودیجوي واحد منظور شي.

پخوانی ولسمشر اوس مهال د خپل دفتر د چارو له پاره ځانګړې ودانۍ نه لري او د خپل دفتر چارې د خونې په د ننه کې پر مخ بیا يي.

هغه ودانۍ چې حکومت د پخواني ولسمشر د استوګنې له پاره جوړه کړې وه، خو هغه مهال کرزي ویلي و، چې له دې پراخې ودانۍ دې حکومت د خپلو چارو له پاره کار واخلي اوس مهال هم هغه ودانۍ د سپېدار ماڼۍ په نوم د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس دفتر له پاره ځانګړې شوې.

په ورته وخت کې نن د (سه شنبه) د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو وویل، چې د پخواني ولسمشر مالي امتیازات باید د قانون په رڼا کې اجرا شي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېرسناتورانو نیوکې وکړې، چې ګواکې ولسمشر محمداشرف غني فرمان صادرکړی دی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته د دولت له بودیجې څخه په میاشت کې ۴ لکه ډالره ورکړل شي، چې دغه فرمان یې ناقانونه او د افغانستان له پاره یو اضافي لګښت یاد کړ.

د جرګې غړي محمدرحیم حسن یار وویل، چې افغانستان له نوروهېوادونو څخه مرستې غواړي اولازمه نه ده، چې په ناقانونه توګه د حامد کزي دفتر ته د میاشتې ۴ لکه ډالره بودیجه ورکړل شي.

ده وویل، چې د پخواني ولسمشر له پاره په قانون کې امتیازات ذکر شوي دي.

دغه راز د مشرانو جرګې بل غړي ګل محمد رسولي هم په دی ټینګار وکړ، چې افغانان د بې وزلۍ له امله نورو هېوادونو ته ځي او د بهرنیو زیاته برخه مرستې هم راکمې شوي دي او د یو فرمان په اساس پخواني ولسمشر دفتر ته دومره ناقانونه امتیازات باید ور نه کړل شي.

که څه هم د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې عمومي غونډې کې د مالیې وزیر د ولسمشر د  دا ډول فرمان څخه ناخبري وښوده، خو د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار وویل، چې د لوړپوړو چارواکو له پاره په قانون کې امتیازات ذکر شوي دي او ولسمشر غني باید داسې فرمان صادر نه کړي، چې د قانون سره په ټکر کې وي.

نوموړي وویل، چې ولسمشر او اجرایه رییس دې د مالیې وزارت د قانون له مخې عمل وکړي.

خو په ورته وخت کې بیا یو شمېر سناتوران وايي، چې د پخواني ولسمشر دفتر ته د امتیازاتو ورکول د هغه حق دی او وايي، چې سناتوران په دې برخه کې نه دي پوی شوي.

د جرګې غړي شېر محمد وویل، د پخواني ولسمشر د فتر پیسې له لک ډالرو څخه کمې دي.

د افغانستان د قوانينو په رڼا کې ولسمشر وروسته دخپلې کاروي دورې څخه حق لري چې له یو لړ دولتي امتیازاتو برخمن شي او کارکوونکي او لګښتونه د دولت له لورې تنظيم شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام