
په شمال لویدیځ کې د پولیسو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو د کندوز پر کلایزال ولسوالۍ له تېرو دوو شپو راهیسې بریدونه پيل کړي وو، چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې یې سقوط کړه.
طالبان د پنجشنبې په شپه آق تپې کلیو ته چې د قلعهذال ولسوالۍ مرکز دی داخل شول او د جمعې پر سهار یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
د کندوز د ولایتي شورا غړي اسدالله سادات وویل، چې د ولسوالۍ دولتي ودانۍ د طالبانو په ولکه کې دي او ۷ سرتېرې یې هم اسیران کړيدي.
خو د کلایزال ولسوال محبوبالله سعیدي وايي، چې د ولسوالۍ د ودانۍ په څلورو خواوو کې د ځنګلونو د موجودیت له امله له ودانۍ بهر شويدي او په ولسوالۍ کې دننه طالبان نهشته.
د سعیدي پر وینا، په ولسوالۍ کې کور پر کور جنګ دی او منیتي ځواکونه د ښار د کورونو ساتنه کوي.
د کلای زال ولسوال محبوبالله سعیدي د ولسوالۍ له سقوطه څو شبېبې مخکې ویلي وو، چې پهدې برید کې ۲۲ طالبان وژل شوي او په لسګونو ټپیان شويدي؛ خو د امنیتي ځواکونو د زیانونو په اړه څه نه وايي.
له بل لوري له پرون سهار راهیسې د کندوز ـ تخار پر لویې لارې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده، چې دغه لاره د تګ ـ راتګ لهپاره بنده شوېده.
په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې سلام وطندار ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تر اوسه د لويې لارې پر سر په نښته کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسوالۍ خبر تایيد کړیدی.





