
د کونړ ولایتي چارواکي وايي، تېره ورځ د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې داعشیانو د اېریا په نوم د ماینپاکۍ یوې موسېسې ۱۲ کارکوونکي یوې نامعالومې خواته برمته کړي دي.
د دې ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم سلام وطندار ته د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي، دا کسان حکومت سره له همغږۍ پرته یادې ولسوالۍ ته تللي وو چې د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې تېره ورځ شاوخوا اته بجې برمته شويدي.
نوموړی وايي، اوسمهال سیمه کې د قومي مخورو په هڅو د دغو کسانو د خلاصون هڅې رواني دي؛ خو تر اوسه یې نتیجه نهده ورکړې.
د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان هم د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د اېریا په نوم د ماینپاکۍ موسېسې امنیتي ادارو سره له همغږۍ پرته یادې سیمې ته سفر کړی.
هاخوا د ماڼوګي ولسوالۍ قومي مشر او د کونړ ولایتي شورا پخوانی غړی نورالدین ساپي سلام وطندار ته ویلي، د قومي مخورو په هڅو په هماغه ورځ له برمتهشویو هغو ۸ تنه راخوشې شوي او ۴ یې لا هم له داعشیانو سره برمته دي.

نوموړی وايي، د دغو څلورو کسانو د خلاصون پسې هم د قومي مخورو جرګه ورغلې اوهیله شته چې پاتې کسان هم راخوشې شي؛ خو ولایتي چارواکي بیا نه مني چې ګوندې له برمتهشویو کسانو دې ځېنې کسان راخوشې شويوي.
چارواکيو ویلي، له تېرو شاوخوا درېیوو میاشتو راهیسې داعشیانو ماڼوګي او چپېدرې ولسوالیو کې تلیفوني دستګاوې بندې کړي؛ ځکه خو له سیمې په اسانۍ معلومات نهشي راټولېدلی.
که څه هم چارواکي د اېریا د ماینپاکۍ موسېسې د کارکوونکیو برمتهکول د داعشیانو کار بولي؛ خو تر اوسه نه داعش او نه هم کومې بلې کومې وسلهوالې ډلې د دې کسانو د برمتهکولو مسوولیت منلی دی.
موږ کوښښ وکړ، چې په دې اړه د اریا په نوم د ماین پاکۍ موسېسې د مسئولینو نظر هم واخلو؛ خو پرې بریالي نه شو.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ ځېنو غرنیو سیمو کې پخوا وسلهوالو طالبانو فعالیتونه کول؛ خو د ولسي خلکو په وینا، اوسمهال پهکې داعشیانو خپل فعالیتونه چټک کړيدي.





