ویس احمد برمک: سږنی ژمی به یو میلیون خلک له ګواښ سره مخ وي

په دولت کې د بېړنیو حالاتو وزیر او له پېښو سره د مبارزې عمومي رییس ویس احمد برمک وايي، چې د روان کال ژمي له پاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي او زیاتوي، چې ښايي سږکال ژمی به شاوخوا یو میلیون خلک د سخت ژمي له امله د ګواښ سره مخ شي.

برمک وویل، د ژمي موسم په را رسېدو او احتمالي پېښو له پاره یې ۱۶ زره ۷۶۶ ټنه غنم د هېواد ۷ زونو ته لېږلي دي، چې ۲۲ زره ټنه یې د خوراکي سازمان او پاتې نور یې د ملګرو ملتونو له خوا و ویشل شي.

نوموړي نننۍ (سه شنبې، د ډېسمبر په ۲۲مه) د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل، چې دوی د ۵۰ زره ټنه د سوند توکو ذخیره لري.

ده زیاته کړه، چې د اړتیا پر وخت به نړیوالو مرستندویو له خوا به ۹ زره ۵۸۰ اړمنو کورنیو سره مرستې وشي.

د بېړنیو پېښو سره د مبارزې وزیر ویس احمد برمک د ژمي په را رسېدو سره د دغې ادارې د تابیاوو راپور مشرانو جرګې ته وړاندې کړ او ویې ویل، چې دوی د ۱۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه لري او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د اړتیا په وخت کې به ۷ لکه تنو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د دې ادارې مشر وویل، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ډاډ ورکړی، چې د اړتیا پر مهال به هلیکوپترونو مرسته ور سره وکړي.

نوموړي د مشرانو جرګې په تالار کې دا هم وویل، چې د زلزله ځپلو سره د مرسته شویو ۵۰ میلیونه افغانیو له شمېر نه ۴۵ میلیونه پیسې پاتې دي، چې دا به هم د اړتیا په صورت کې مصرف کړي.

ویس احمد برمک د ټولګټو وزارت د مرستې خبره هم وکړه، چې دغه وزارت د ژمي په فصل کې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ مهمو سړکونو او لویو لارو د پرانیستلو ژمنه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام