
دا په دایکندي کې د لرګيو هغه پول دی، چې د یاد ولایت له مرکز نیلي سره د دایکندي ۵ ولسوالۍ او همدارنګه دوه نور کندهار او غور ولايتونه نښلوي.
افغان دولت له کلونو وړاندې په پلان کې لري، چې دغه پول له سره ورغوي، خو تر اوسه بې ګټې پاتې ده او پرته له مرکبه نور هيڅ نقلیه وسیله ترې استفاده کولی نه شي.
دغه د لرګیو پول د دایکندي له مرکز څخه په ۶ کیلومترۍ کې پروت دی.
د دایکندي مدني فعالان او ځينې ښاریان وايي، چې سیمه ییزو چارواکو ته يې د دغه پول له امله زیات شکایتونه کړي او هغوی هم ورته د دغه پول د بیا رغولو وعدې ورکړي، خو تر اوسه د دوی تشو وعدو ته د عمل جامه نه ده اغوستل شوې.
د دایکندي یو تن مدني فعال مهدي مدبر وايي، چې دغه د لرګو پول پر یو سیند جوړ شوی، چې په سيلابي موسومونو کې د لېږد رالېږد پر مهال خلک له سختو ستونزو سره مخ کوي.
دغه پول د یادو ولسواليو له پاره د خورا اهمیت وړ دی، چې د ژمي په موسم کې د واورو ورېدو پر مهال حتا پلي خلک هم له ستونزو سره مخ کوي.
مدبر وايي، چې د دغه پول د نه جوړولو په برخه کې دولتي نهادونو ناغيړي کړې ده.
هغه د کلو او پراختیا او همدارنګه د فواید عامې عامې ریاستونه په دغه برخه کې پړ ګڼي او زیاتوي، چې دغه پول ته يې په خپلو برنامو کې هم ځای نه دی ورکړی.
د دایکندي د ولايتي شورا غړی هادي رحیم زاده وايي، چې د دغه پول جوړيدل به د یاد ولایت اساسي ضرورتونه حل کړي.
د هغه په وينا يواځې د دایکندي ۶ ولسوالۍ کولی شي، چې د همدغه پول له لارې يو له بل سره اړيکې ولري.
له بل لوري بیا د دايکندي والڼه معصومه مرادي سلام وطندار ته وویل، چې د دغه پول کار به له ۱۳۹۵ م ز کال کې پېل شي او ډېر ژر به يې طرحه د فواید عامې ریاست له لوري د ولایت مقام ته وسپارل شي.
یاده دې وي، چې تېر کال ځينې ښاریانو او مدني فعالانو له لوري د دغه پول د جوړيدو په اړه لاریون شوی وو.
دغه لاریون کوونکو له حکومته د یاد پول پرځای د نوي کانکريټي پول جوړېدو غوښته کړې وه.
سږ کال هم د اعتراض په ډول ځينو مدني فعالانو پر دغه پول سور ټوکر خپور کړی.





