فیفا: حکومت د ټاکنو د ترسره کولو له پاره هيڅ ډول چمتووالی نه لري

د افغانستان  د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، چې حکومت د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له پاره هیڅ ډول چمتوالی نه لري.

د دغه بنسټ مسوولين نن دوشنبه ( ډسمبر ۷مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې حکومت باید د غوراوي کمېټې ته جدي پاملرنه وکړي.

د فیفا اجرایه مشر یوسف رشید خبريالانو ته وویل، چې د هرې ورځې په تیریدو سره افغان حکومت د اساسي قانون څخه واټن اخلي او هره ورځ پر حکومت د خلکو بی باوري زیاتیږي.

د رشید پر وینا، حکومت باید ژر تر ژره د غوراوي کمیټې کار پیل کړي او سیاست مداران نه باید له مدني ټولنو ابزاري استفاده وکړي.

د دغه بنسټ د موندنو پر بنسټ، ټاکنو پورې اړوند بنسټونه د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په برخه کې هیڅ راز چمتوالی نه لري.

د فیفا د مسوولینو پر وینا، د هیواد په ځینو ولسوالیو کې د اړوندو ادارو ترمنځ اختلافات شتون لري.

په همدې حال کې د چارو ادارې فرهنګي مشر میاګل وثیق رسنیو ته وویل، چې حکومت د غوراوي کمیټې کار پیلیدو په برخه کې هیڅ ډول خنډ نه ویني.

وثیق زیاتوي، چې په هره اندازه چې د مدني بنسټونو ترمنځ همغږي وي د غوراوي کمېټې کار ته اعتبار وربښي او د ټاکنو بهیر هم مشروعیت پیدا کوي.

په همدې حال کې ولسي جرګې هم نن له حکومته وغوښتل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نیټه روښانه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام